تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۰ مه) د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، یو افغان تبعه چې د امریکا د دایمي اقامت یا ګرین کارت لري، د پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ اړوند د وسلو په یو شمېر تورونو خپله ګناه ومنله. نوموړی پلان درلود چې د داعش له لوري د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتو پر ورځ برید وکړي.
۱۸ کلن عبدالله حاجيزاده ومنله چې هغه وسلې او مهمات ترلاسه کړي، هڅه یې کړې چې ترلاسه یې کړي، په داسې حال کې چې پوهېده دا به د یوې ترهګرې حملې لپاره وکارول شي، چې هدف یې د امریکا د انتخاباتو ګډوډول و. عبدالله او یو بل تورن، ناصر احمد توحیدي (۲۷ کلن)، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې ونیول شول.
د محکمې د اسنادو له مخې، حاجيزاده او توحیدي AK-47 ډوله دوې وسلې او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړې وې، چې د داعش (د عراق او سوریې اسلامي دولت، چې د امریکا لهخوا د بهرني ترهګر سازمان په توګه نومول شوی) په استازیتوب برید وکړي. حاجيزاده چې د نیول کېدو پر وخت ۱۷ کلن و، اوس یې د بالغ په توګه خپله ګناه منلې ده او سزا به ورته ټاکل کېږي.
هغه تر ۱۵ کلونو پورې په حبس او تر ۲۵۰,۰۰۰ ډالرو پورې په جریمې محکومېدای شي.
حاجيزاده د اعتراف د یوې برخې په توګه دا هم ومنله، چې له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته دې افغانستان ته وشړل شي، د امریکا د دایمي اقامت حق دې پرېږدي، او د پناه غوښتنې یا د اخراج پر پرېکړې د اعتراض حق دې هم ونه لري.
ناصر احمد توحیدي لا هم تر توقیف لاندې دی او په جلا قضیه کې داعش ته د مادي ملاتړ د برابرولو او د ترهګرې په هدف د وسلو د ترلاسه کولو د پلان جوړونې په تور محاکمه کېږي. که محکوم شي، نو تر ۳۵ کلونو پورې د بند سزا به ورته وټاکل شي.
دا قضیه د امریکا د عدلیې وزارت د ملي امنیت څانګې او د اوکلاهوما د لویدیځې فدرالي ناحیې د څارنوالۍ دفتر لهخوا څېړل کېږي.