Homeخبرونهکابلوف وايي، روسیه په افغانستان کې له چین سره سیالي نه کوي

کابلوف وايي، روسیه په افغانستان کې له چین سره سیالي نه کوي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۹ مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، ویلي چې د روسي او چینایي شرکتونو ترمنځ همکاري د افغانستان په بیا رغونه کې مهم رول لوبولی او په ټوله سیمه کې ثبات پیاوړی کولی شي.

کابلوف دا څرګندونې د «سولوویوف لایو» په نوم په یوه ژوندۍ تلویزیوني خپرونه کې وکړې.

هغه وویل چې د چینایي شرکتونو ګټې په افغانستان کې د مسکو له هدفونو سره په ټکر کې نه دي، او د دواړو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ ادعا یې رد کړه.

ده زیاته کړه: «برعکس، دا همکاري کولای شي یو مثبت عامل شي چې ثبات پیاوړی کړي. ثبات یو پراخ مفهوم دی چې د خلکو ټولنیز او اقتصادي وضعیت هم پکې شامل دی. که د پانګونې دا هڅې د علاقمندو هېوادونو، په تېره بیا د سیمې د هېوادونو له لورې، د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط ښه کړي، نو دا به د ټولې سیمې ثبات ته ګټه ورسوي.»

کابلوف د افغانستان په اړه د روسیې او چین دریځونه د بریتانیا له پخوانیو سیاستونو سره پرتله کړل، ویې ویل چې بریتانیا افغانستان هیڅکله شریک نه، بلکې یوازې د امپراتورۍ په سیالیو کې یوه وسیله بلله، چې دا چلند یې بالاخره له ناکامۍ سره مخ شو.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه د امریکايی پوځیانو له وتلو او د طالبانو له بیا واک ته رسیدلو وروسته ظاهراً په افغانستان کې د چین د لېوالتیا د زیاتېدو او د چین له لوري په افغانستان کې د پراخو پانګونو د احتمال خبرې کېږي خو عملاً چینایانو د پام وړ پانګونه نه ده کړې او نه یې د لوېدیځو هیوادونو په شان په یاده موده کې له افغانستان سره بشري مرستې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...