جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله پنجشېره کابل ته د اوبو د لېږد پروژه بودجې ته ځنډېدلې

له پنجشېره کابل ته د اوبو د لېږد پروژه بودجې ته ځنډېدلې

تاند (پنجشنبه، د وري، حمل ۱۴ مه) د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد د پروژې لپاره د بودیجې د تصویب په تمه دی – دا پروژه د دې لپاره خورا مهمه بلل کېږي چې د پلازمېنې کابل اوسیدونکي اوبو ته شدیده اړتیا لري.

د دغه وزارت، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، ویندوی مطیع‌الله عابد، تایید کړه چې د دې پروژې د ارزونې او پلان جوړولو لومړنی پړاو بشپړ شوی، او جوړولو چارې به د بودیجې له تصویب وروسته ژر پیل شي.

عابد وویل، د دې پروژې هدف دا دی چې د کابل د اوبو د کمښت ستونزه کمه شي.

هغه زیاته کړه: “د پنجشیر د اوبو د انتقال د پروژې سروې، ډیزاین، او تخنیکي مطالعه د انرژۍ او اوبو وزارت له خوا بشپړه شوې ده، او د پروژې بودیجه د اسلامي امارت مشرتابه ته د تصویب لپاره لېږل شوې ده.

دا پروژه به هله پیل شي چې بودیجه یې تصویب شي او مالي امکانات برابر شي.»

د اوبو د انتقال دا پروژه له ۲۰۰ کیلومترو څخه، یعني د پنجشیر د بازارک له ولسوالۍ پیلېږي او د کابل تر تره خېل پورې رسېږي.

د کابل اوسېدونکو د دې پلان تود هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د پروژې تر بشپړېدو وروسته به د څښاک د اوبو کمښت کم شي.

له بلې‌خوا، متخصصان باور لري چې دا پروژه د کابل تر مځکې لاندې اوبو کچه ممکن لوړه کړي

حاضردمه د کابل د اوبو تر مځکې لاندې سطحه (واټر تېبل)د پر له پسې وچکالیو او له ژورو څاګانو څخه بې درېغې استفادې له کبله خورا ټیټه شوې ده.

اقتصادي کارپوه، عبدالناصر رشتیا، وايي: “زه باور لرم چې د پنجشیر د اوبو د انتقال پروژه به د مځکې لاندې اوبو زیرمې بېرته ډکې کړي، او خلک به پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي. برسېره پر دې، د پنجشیر د اوبو انتقال به، د کابل شاوخوا کرنیزې مځکې هم اوبه کړي، چې دا به د خلکو لپاره د کار موندنې فرصتونه برابر کړي.»

کابل ته د پنجشېر سین د اوبو د انتقالولو پلان لومړی ځل په ۲۰۱۲ میلادي کال کې جوړ شوی و.

پخواني حکومت د ۲۰۲۰ کال په بودیجه کې د دې پروژې لپاره ۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي وو، څو هر کال ۱۰۰ میلیون متر مکعب اوبه کابل ته ولېږدول شي.

دا تمه کېده چې پروژه تر ۲۰۲۳ کال پورې بشپړه شي، خو د اسلامي امارت د واکمنېدو له کبله دا پروژه عملي نه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...