چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهپه ۲۰۲۳ کې تر ۴ میلیون او ۳۰۰ زره ډېر کسان اروپايي...

په ۲۰۲۳ کې تر ۴ میلیون او ۳۰۰ زره ډېر کسان اروپايي اتحادیې ته کډوال شوي

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۳ مه)د اروپايي اتحادیې د احصایې مرکز «یوراستات» د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې له بیلابیلو هیوادونو شاوخوا ۴.۳ میلیون کسان اروپايي اتحادیې ته کډه شوي دي.

البته، په دې شمېره کې هغه اوکرایني کډوال او پناه‌غوښتونکي شامل نه دي چې د دې اتحادیې د ځینو غړو هېوادونو لنډمهاله پناه ورکړې ده.

په ټوله کې، د ۲۰۲۲ کال په پرتله، اروپايي اتحادیې ته د کډوالو شمېر ۱۷.۹ سلنه کم شوی دی.

په ۲۰۲۳ میلادي کال کې، ۱.۵ میلیونه کسان د اتحادیې د غړو هېوادونو ترمنځ کډوال شوي دي. د یوراستات د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې، د اروپايي اتحادیې په هر ۱۰۰۰ اوسېدونکو کې ۱۰ کسان له اتحادیې څخه بهر راغلي کډوال وو.

مالټا د خپلو اوسېدونکو د شمېر په پرتله د مهاجرت تر ټولو لوړ نرخ ثبت کړی، چې په هرو ۱۰۰۰ کسانو کې ۷۶ مهاجر (د اروپايي اتحادیې له غړو او له بهرنیو هېوادونو څخه) ورغلي دي. له مالټا وروسته، قبرس (په هر ۱۰۰۰ اوسېدونکو ۴۳) او لوکزامبورګ (په هر ۱۰۰۰ اوسېدونکو کې ۴۰ مهاجر) په دوهم او درېیم مقام کې راغلي دي.

برعکس، سلواکیا په هر ۱۰۰۰ اوسېدونکو کې یو مهاجر، او وروسته فرانسه (هر ۱۰۰۰ اوسېدونکو کې ۶ مهاجر) او ایټالیا (په هر ۱۰۰۰ اوسېدونکو کې ۷ مهاجر) تر ټولو کم مهاجرت ثبت کړی دی.

لوکزامبورګ د اروپايي اتحادیې له نورو غړو هېوادونو څخه د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر لري، په داسې حال کې چې چک جمهوریت د اروپايي اتحادیې د نورو غړو هېوادونو له لوري تر ټولو کم مهاجر منلي دي.

تقریباً د اروپايي اتحادیې په ټولو هېوادونو کې، د اروپايي اتحادیې له بهرنیو هېوادونو څخه د راغلو کډوالو شمېر له هغو کسانو ډېر و، چې د اتحادیې له غړو هېوادونو راغلي وو.

په دې برخه کې لوکزامبورګ (چې ۸۵.۷ سلنه مهاجر د اروپايي اتحادیې له غړو هېوادونو ورته راغلي) او سلواکیا (۵۷.۵ سلنه)، استثنا دي.

له اروپايي اتحادیې بهر د کډوالو تر ټولو لوړه سلنه چک جمهوریت (۸۹.۲ سلنه)، لیتوانیا (۸۸.۹ سلنه) او ایرلند (۸۷.۲ سلنه) ثبت کړې ده.

3 COMMENTS

  1. په ډېرې بښنې سره باید ووایو ، چې له انګلیسي پرته په ټولو اروپایي ژبو کې د « ټ او ډ » غږونه نشته او د هغو پرځای د « ت او د » غږونه شته ، بنا کله چې د اروپایي ژبو نه یو نوم یا کلمه ژباړل کیږي باید د « T » حرف په « ت » او د «D » حرف په « د » ولیکل شي . دا مونږ سره مرسته وکړي چې د یو چا یا دیو ځای نوم به سم تلفظ کړو. بنا دلته د مالټا پرځای مالتا سم بریښي .

    • ډیره مننه چې داسي موضوعاتو ته پام کوئ. البته په پښتو او دري کې د هیوادونو او ښارونو نومونه له انګلیسي اخیستل کېږي. له هغو هیوادونو پرته چې د انګلیسي ژبې له راتګ مخکې ورسره اشنا و، نور ټول مو له انګلیسي اخیستي. مثلاً د اتریش خلک خپلې پلازمېنې ته وین وايي، خو موږ له انګلیسي (ویانا) اخیستې.
      جرمنیان خپل هیواد ته داچ لند وايي خو موږ یې جرمني بولو، (البته ځینې یې د ایرانیانو او عربانو په تقلید المان هم بولي) نورګه ته ناروې، سواریې ته سویډن….. وایو.
      ایرانیانو د خپلو ټولو بهرنیو اصطلاحاتو او نومونو لپاره فرانسوي ژبه انتخاب کړې. ځکه کرویشیا ته کرواسي، بوسنیا ته بوسني، ویانا ته وین…. وايي. ښه ده چې موږ هم یوازې یوه بهرنۍ ژبه انتخاب کړو.
      بیا هم مننه

  2. د بریال ورور د پام وړ:
    المانیان خپل وطن ته دوچلند نه بلکه ډوچلنډ وائی او د ډنمارک خلګ خپل هیواد ته دنمارک نه بلکه ډنمارک وائی البته ځینی کسان ور ته ډِنمارک او ځینی کسان ور ته ډانمارک وائی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...