پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهچین د تایوان د نیولو لپاره داسي بیړۍ جوړې کړې، چې ورڅخه...

چین د تایوان د نیولو لپاره داسي بیړۍ جوړې کړې، چې ورڅخه پُل جوړیږي

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۳ مه) چین د داسې ځانګړو کښتیو د جوړولو او ازموینې له لارې، چې د یو متحرک پل بڼه خپلوي، د تایوان د نیولو د سناریو د عملي کولو لپاره یو بل مهم ګام اخیستی دی.

د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، په وروستیو اوونیو کې، چین په خپلو جنوبي اوبو کې غیرمعمولي پوځي تمرینونه کړي، چې پکې درې ځانګړې بېړۍ کارول شوې دي. دا کښتۍ له یو بل سره نښلول کېږي او یو متحرک پل جوړوي، چې له ژورو اوبو څخه تر ساحل پورې غځېږي.

کارپوهان وايي، دا پرمختګ ښيي چې د چین پوځ ښايي اوس د دې وړتیا ته ډېر نژدې شوی وي، چې زرګونه سرتېري او نظامي تجهیزات د تایوان ساحل ته انتقال کړي.

دا بیړۍ د هغو ستنو په وسیله ولاړې او ثابتې پاتې کېږي، چې د سمندر په تل کې ښخېږي او د راټولېدونکو پلونو په مټ، تر ساحل پورې نژدې ۸۰۰ متره اوږد مسیر برابروي. دا نوې تکنالوژي کولای شي د چین د احتمالي برید پر مهال، د لوژستیکي ننګونو یوه مهمه برخه حل کړي.

د چین دولتي رسنیو په یوه تلویزیوني خپرونه کې دغه کښتۍ د “پل او بندر ترکیب” بللي، چې پوځي کارګو بیړۍ کولای شي مستقیم د بار ښکته کولو ځای ته نژدې شي.

د سی‌سي‌ټي‌وي نظامي شنونکی، وی دونګ‌سو، ویلي: «کله چې دا کښتۍ ښکاره شي، دا معنا لري چې د ځواکونو د پیاده کولو حساس پړاو بریالی شوی دی.»

د سپوږمکۍ عکسونه او هغه ویډیوګانې، چې په چینایي ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، ښيي چې دا کښتۍ له بار وړونکو او مسافروړونکو بېړیو سره یو ځای تمرینونه ترسره کوي. یادې بېړۍ د زغروالو موټرو، ټانکونو او سرتېرو د لېږدولو وړتیا لري. دا تمرینونه د ګوانګ‌ژو له جنوب لوېدیځ څخه ۳۵۰ کیلومتره لیرې، چې د کښتیو د جوړولو ځای هم دی، ترسره شوي دي.

د چین پوځ له کلونو راهیسې د تایوان ټاپو وزمې ته څېرمه پوځي تمرینونه کوي، خو ډېری کارپوهان باور لري چې چین تر اوسه نه و توانېدلی، چې په کافي سرعت او پراخه پیمانه، خپل سرتېري له تایوان تنګي څخه واړوي.

د سختو بادونو، چټکو سمندري جریانونو او د تایوان د محدودو او ښه ساتل شویو ساحلونو شتون، تر ټولو لویې ستونزې بلل کېدلې. خو که دا نوي کښتۍ وکارول شي، نو چین ته به دا زمینه برابره شي، چې د لږ ساتل شوو ساحلي سیمو له لارې خپل ځواکونه داخل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...