جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهیوې زوروې زلزلې د افغانستان او بلوچستان ترمنځ سیمې ولړزولې

یوې زوروې زلزلې د افغانستان او بلوچستان ترمنځ سیمې ولړزولې

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۳ مه) نن سهار (چهارشنبه) د افغانستان او بلوچستان ترمنځ د دیورند کرښې د دواړو خواوو سیمو اوسېدونکو د زلزلې قوي ټکانونه احساس کړل، چې د خلکو په منځ کې یې ویره او وارخطايي رامنځته کړه.

د ټکانونو له امله، د ژوب او شاوخوا سیمو خلک له خپلو کورونو او ودانیو څخه بهر راووتل.

د پاکستان د زلزله‌پېژندنې ملي مرکز د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵.۰ درجې و او ۶۵ کیلومتره ژوره وه. د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرنیزه سیمه کې موقعیت درلود.

که څه هم د زلزلې ټکانونه قوي وو، تر اوسه د مرګ‌ژوبلې یا مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی. خو ناڅاپي ټکانونو د سیمې خلک وېرولي، چې د بلې زلزلې اندېښنه هم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...