جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+زموږ دوراني نیکمرغي او بدبختي! | نصیر سنګین

زموږ دوراني نیکمرغي او بدبختي! | نصیر سنګین

په افغاني ټولنه کې لومړی څوک شتمن کیږي نه، خو چې په څه خواریو او محنتونو لږ شتمن شي، نو بیا ترې لوری او ګودر ورک شي، په چټیاتو یې سر شي، عیش و عشرت باندې پیل وکړي، د کبر او غرور له وجې یې سر له آسمان سره لګیږي.

د نوي نسل په روزنه نه پوهیږي؛ په پیسو یې معتاد کړي؛ تعلیم ته یې پاملرنه نه کوي؛ ځکه فکر کوي چې تعلیم ګټه نه لري، وایي ما هم تعلیم کړی خو ګټه یې ونه کړه، دا دی اوس ښه پیسه دار یو.

ماشومان یې چې هر ډول غوښتنه ترې وکړي، ورپوره کوي یې؛ آیفون، موټر، ټوډي، فولډر، پیسې… نازولي یې روږدي کړي.

په دې کار ځانونه ورته روشانفکره ښکاري، زوی- لور یې له تعلیم و تربیې لیرې پاتې شي، ځکه داسې توکي په لاس کې لري چې هېڅ یې درس ته زړۀ نه کیږي. چون کورس او ښوونځي ته ځي، اما د دوی دغه مفکوره چې، تعلیم ګټه نلري، د دوی د ماشومانو په مغز کې پیچکاري شوي وي. ماشوم ته ښوونځی، کتاب، قلم او حتی معلم هم ارزښت نه لري؛ ځکه کور کې یې شپه او ورځ همدا د پیسو رباب وهل کیږي او معلم خو یو عادي مزدور دی (د دوی په فکر)، دومره د پیسو په نشه مست وي چې، د اولادونو آینده او حتی همدا د پیسو ګټلو طریقه ورښودل او راتلونکې ته یې یو سبب جوړول هم له ذهنه ووځي (همدا حال حاضر ته یې فکر وي، آینده ورڅخه هېره وي)

دا د دې لامل شي چې، دغه نسل په ښوونځي او کورس کې خپله هم د استاذ خبرې او درس ته غوږ نه ږدي او د نورو زده کوونکو د زده کړو په مخکې هم خنډ وي؛ (که استاذ لږ سزا ورکړي، په سبا به یې پلار–ورور دروازې ته ولاړ وي.)

ځکه مشر ورته له پیداکیدو سره سم، د عیش و عشرت، پیسو د بې درېغه استعمال او د علم او معلم د اهانت ناولی لیکچر ورکوي؛ شاید د ده پوهه دا نکړي درک چې څه وایم؟ خو په حقیقت کې دا چلند د یوه دوامداره لیکچر معنا لري.

د پیسو هوس دومره لوړ شي چې نور خلک ورته مزدوران او ځان ورته بادار ښکاري، آخر هم دغه دوره پای مومي، لس او یا پنځلس کاله یې د عروج وي، مشران یې په زړیدو او له کار او تجارت څخه عاجز شي.

هماغه اولاد چې دوی نازولی معتاد کړی ؤ، معلم شاګرد، قلم او کتاب یې ورته عبث معرفي کړي وو، قیمتي، شیان، دوه-دوه موبایلونه او هر ډول موټر به یې ورته اخیستل او خواهشات یې ټول رفع وو، آخر یې زوال پیل شي.

پخواني خوندونه یې کمیږي یا ورته نه رسیږي، له ښوونځي په نوم فارغ شي، مشران یې هم نور بېکاره وي؛ تجارتونه، پیسې او دوره تېره شوي وي.

بالاخره دغه حالت کورنۍ تاوتریخوالی، مشکلات، جنګونه، د وروڼو ترمنځ بدۍ، د مشرانو بې عزتي، په دوی ملامتیا او هرځای یې د خپل اولاد له لورې په بده یادونه او د همدغو مشرانو په ټیټ سترګۍ او سرټیټی هر څه پای ته ورسیږي، آن له مرګ وروسته هم خپل اولاد ورڅخه ښه نه وایي.

دا ټول ځکه چې همدغه مشر ورته ویلي وو چې «تعلیم ګټه نه لري، پیسې پیدا کړئ»
خو بدبختانه چې نه یې تعلیم حاصل کړ، نه تربیه او بلآخره نه پیسې؛ عزت خو یې هسې هم لاړ.

آخر له همدغه اولاد ډاکو، شوکمار، غل او چرسي جوړ شي، چې نه یوازې خپله کورنۍ بلکې ټولنه یې هم له امله په اور سوځي.

که ځیر شو ټولنه کې مو دغه حالت یو دوراني شکل خپل کړی، هېڅوک هم ثابت مالدار نه دی پاتې شوی، (پرته له ځینو تعلیم یافته هغو، چې د تجارت ترڅنګ د پوهې او درک څښتنان هم وي.)

خدای(ج) دې موږ ټول په سمه کړي
آمین

ن._س

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...