جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه بلغاریا کې د ۱۸ افغانانو د مړینې په تور د ۵...

په بلغاریا کې د ۱۸ افغانانو د مړینې په تور د ۵ تنو محاکمه

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۳ مه) د بلغاریا د پلازمېنې صوفیې مطبوعاتي مرکز اعلان کړی چې د دې ښار د څارنوالۍ دفتر پنځه کسان له یوې منظمې جنایتکارې ډلې سره د تړاو او د انسانانو د قاچاق په تور محاکمه کوي.

دغه کسان په ۲۰۲۳ کال د ۱۸ افغان کډوالو د مړینې په قضیې کې تورن دي. د محاکمې نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۱ لمریز کال د سلواغې میاشتې په وروستیو کې، د ۱۸ افغان کډوالو مړي له صوفیې ښاره ۱۶ کیلومتره لیرې، “لوکورسکو” کلی ته څېرمه، په یوه لارۍ کې وموندل شول.

یادې لارۍ تر ۵۰ زیات کسان د لرګیو تر بار لاندې پټ کړي وو.

د بلغاریا رسنیو راپور ورکړی چې د تورنو کسانو له ډلې دوه کسانو لیدلي وو چې افغان کډوال پر یو بل د سخت فشار له امله سمه ساه نه شي اخیستی، خو سره له دې، د لارۍ دروازې یې تړلې وې او خپل سفر ته یې دوام ورکړ.

د دې کډوالو مړي څو میاشتې وروسته، د ۱۴۰۲ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې، له صوفیې څخه کابل ته انتقال شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...