Homeخبرونهلانګ وار ژورنال: ټرمپ د طالبانو په اړه خپلې پخوانۍ پالیسۍ ته...

لانګ وار ژورنال: ټرمپ د طالبانو په اړه خپلې پخوانۍ پالیسۍ ته دوام ورکوي

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۱۴مه) امریکايي خپرونې، لانګ‌وار ژورنال په یوه شننه کې کښلي، داسې ښکاري چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د تعامل په اړه خپلې پخوانۍ پالیسۍ ته دوام ورکوي، هغه پالیسي چې د دوحې تړون ته یې لاره هواره کړه.

دا نشریه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د سراج‌الدین حقاني د نیولو لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو جایزې لیرې کېدا او د افغانستان صحنې ته د زلمي خلیلزاد بیرته راګرځېدا، د همدې پالیسۍ نښې دي.

د راپور له مخې، د طالبانو له لوري د یوه بل امریکايي له خوشي کېدو سره هممهاله د حقاني شبکې د دریو جګپوړو غړو پر سر جایزې لغوه شوې.

لانګ‌وار ژورنال ټینګار کړی چې د حقاني شبکې پر غړیو د جایزو لرې کېدا، د سراج‌الدین حقاني د رسميت پېژندلو پر لور یوه بله هڅه ده.

امریکا په افغانستان کې د حضور په کلونو کې سراج الدین حقاني او د هغه شبکه تر ټولو خطرناکه جنګیالۍ ډله بلله.

په دې تحلیل کې دا هم ویل شوي چې سراج‌الدین حقاني، چې د امریکايي افسرانو، جنرالانو، او نیویارک ټایمز له لوري د “منځلاري” په توګه انځور شوی، تېر دوبی له کوم څرګند دلیل پرته متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړ، سره له دې چې د FBI د تعقیب په لیست کې شامل و.

لانګ‌وار ژورنال زیاتوي چې د ټرمپ اداره لومړۍ امریکايي اداره نه ده چې د یرغمل نیونې پر بنسټ ډیپلوماسي پر مخ بیايي او ترهګرو ډلو ته امتیازات ورکوي. خو دا ګام ښايي حقاني شبکه، چې د تېرو دوه لسیزو په اوږدو کې یې ګڼ امریکایان او لویدیځ اتباع تښتولي، لا پسې زړه وره کړي.

په دې تحلیل کې دا هم راغلي چې له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې د معاملو دوام دا ښيي چې طالبان د القاعدې او نورو ترهګرو سازمانونو د ملاتړ د برابرولو په برخه کې هېڅ حساب نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...