جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران سږ کال تر ۲۰ ډېر افغانان اعدام کړي

ایران سږ کال تر ۲۰ ډېر افغانان اعدام کړي

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۱۴مه) د ناروې مېشت د بشري حقونو مدافع سازمان “ایران هیومن رایټس” د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د لومړیو دریو میاشتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ افغان اتباع د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي. د اعدام شوو ډېری کسان د مخدره موادو اړوند جرمونو په تور محکوم شوي وو.

د راپور له مخې، دا اعدامونه د ایران په بېلابېلو زندانونو کې، لکه قزل حصار (کرج)، زاهدان، شیراز، بندرعباس، ګورګان، اصفهان، او بروجرد کې ترسره شوي دي.

د بشري حقونو څارونکو خبرداری ورکړی چې د اعدام شوو افغانانو واقعي شمېر ښايي له دې هم لوړ وي، ځکه چې ډېری اعدامونه د ایران د چارواکو له خوا رسماً نه اعلانېږي. دغه سازمان زیاتوي چې افغان زندانیان په ایران کې قانوني استازیتوب ته لاسرسی نه لري او د خپلو قضایاوو د بهر انتقالولو امکانات یې محدود دي. همداراز، ډېری یې په ایران کې د کورنۍ ملاتړ نه لري او د زندان په سیستم کې تر ډېره ورته پام نه کېږي.

د وروستیو پېښو له ډلې، عزت‌الله عرب، معین عرب، او عبدالباري درې افغان اتباع وو، چې د مخدره موادو اړوند تورونو له امله د بندرعباس په زندان کې اعدام شول.

صفیه عارفي، چې په ایران کې یوه افغان مهاجره ده، وايي:
«په ایران کې افغان بندیان د مدافع وکیلانو په ګډون، له هر ډول حقوقي ملاتړه بې برخې دي. د دوی وضعیت واقعاً د اندېښنې وړ دی.»

د ایران د بشري حقونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې له ۸۰ څخه ډېر افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي وو، چې دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې، یعنې کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د اعدامونو د شمېر د زیاتوالي ښکارندویي کوي. دغه سازمان زیاتوي چې افغانان د هغو غیرایراني اتباعو تر ټولو لویه ډله جوړوي چې د اعدام له خطر سره مخامخ دي.

د طالبانو د زندانونو د ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال له ۵،۰۰۰ څخه تر ۶،۰۰۰ افغان اتباع د ایران په زندانونو کې بندیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...