Homeخبرونهاقتصادي خبرونهټرمپ، د افغانستان پر صادراتو ۱۰سلنه تعرفه وضع کړه

ټرمپ، د افغانستان پر صادراتو ۱۰سلنه تعرفه وضع کړه

تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۱۴مه】د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان پر صادراتو ۱۰ سلنه تعرفه وضع کړه.

امریکا پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې، دغه هېواد ته به پر ټولو وارداتو ۱۰ سلنه بنسټیزه تعرفه ولګوي.

د اعلان پر اساس د تازه تعرفو په نوملړ کې افغانستان هم شته دی.

د سرچینې.معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو ټولیز ارزښت ۳۴ ملیونه ډالره اټکل شوی دی.

د امریکا د ځانګړي سوداګریز استازي د دفتر د معلوماتو پر اساس، د ۲۰۲۴ کال پر مهال افغانستان ته د امریکا صادرات ۱۱.۴ ملیونه ډالرو ته رسېدلي وو، چې دا شمېره د ۲۰۲۳ کال پرتله ۷۶.۹ سلنه یعني ۳۸.۲ میلیونه ډالره کموالی ښيي.

بل لورته امریکا په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان ۲۲.۶ ملیونه ډالرو په ارزښت محصولات وارد کړي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۱۳.۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا ته له افغانستانه غالۍ، وچه مېوه او ځینې نور محصولات صادرېږي.

د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت تر اوسه د امریکا له لوري د افغانستان پر محصولاتو د ‍۱۰ سلنه تعرفې په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...