جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهامریکا ته د چین ګوتڅنډنه؛ لګولې تعرفې ژر لرې کړه، کنه ورته...

امریکا ته د چین ګوتڅنډنه؛ لګولې تعرفې ژر لرې کړه، کنه ورته اقدام به وکړو

تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۱۴مه】چین له امریکا غوښتي، چې د دوی پر کحصولاتو وروستۍ لګولې تعرفې ژر لغوه کړي، که نه متقابل اقدام سره به مخ شي.

د چین سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ټینګار سره ویلي، چې د امریکا دغه اقدام د هغو سوداګریزو خبرو اترو تعهد له پامه غورځولی، چې امریکا ترې کلونه ګټه ترلاسه کړې.

ډونالډ ټرمپ پرون د چهارشنبې په ورځ وویل، چې پر چین به ۳۴ سلنه نوې تعرفه ولګوي.

دا د سږ کال د پیل ۲۰ سلنه تعرفې سره په ټولیز ډول ۵۴ سلنه تعرفې ته رسېږيو چې د چین پر محصولاتو لګول کېږي.

د چین بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې ویلي، چې که امریکا د چین په محصولاتو لوړې تعرفې ولګوي، د مقابلې لپاره به حتی وسله والې جګړې ته هم داخل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو هېوادونو ولسمشران د «فشار او حیثیت» په منځ کې ایسار دی.

سرچینه زیاتوي، که ټرمپ او شي جین پینګ د تعرفو پر سر ژر مذاکراتو ته داخل شي، کمزوري ښکاري او که انتظار کوي، د سوداګریزې جګړې شدت زیاتېږي.

دا ناندرۍ داسې مهال زور اخلي چې ټرمپ تر دې وړاندې په خپلو نورو سوداګریزو شریکانو هم تعرفې وضع کړي دي.

تازه یې د افغانستان پر صادراتو هم ۱۰ سلنه تعرفه وضع کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب