جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپاکستان وايي، سر له نن څخه د افغان کډوالو د ستنولو بهیرپیلوي

پاکستان وايي، سر له نن څخه د افغان کډوالو د ستنولو بهیرپیلوي

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۱۴ مه) سره له دې چې پاکستان د اپریل په لومړۍ اعلان کړی و چې د افغان کډوالو د ستنولو کار ۱۰ ورځې ځنډوي، نن د دغه هیواد رسنیو د خپلو چارواکو په قول ویلي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو دوهم پړاو نن (پنجشنبه) په جدي توګه پیلېږي.

پاکستاني رسنۍ وايي، دا بهیر وروسته له هغه پیلیږي چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکو ته د حکومت له خوا ورکړل شوی مهلت پای ته ورسېد.

د پاکستان حکومت د مارچ ۳۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې وه، څو د ACC کارت لرونکي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په پېښور کې د افغان کمیشنرۍ یوه چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي:«که څه هم رسمي مهلت د مارچ ۳۱مه وه، خو د کوچني اختر د رارسېدو له امله د اپرېل تر ۲مې پورې وغځول شوه. اوس به د پنجشنبې له ورځې دوهم پړاو پیلېږي، او موږ د لنډي کوتل او ناصر باغ سړک ته نژدې د کډوالو لپاره د استوګنې کمپونه جوړ کړي دي.»

د مهالت ابهام

د اختر په مناسبت د دوو ورځو مهلت د حکومتي چارواکو ترمنځ یو څه ګډوډي رامنځته کړه. ځینې سرچینې وايي چې د ستنولو نېټه غځول شوې، خو فرانس پریس  خبري آژانس راپور ورکړی چې د اختر د رخصتیو له امله دا مهلت د راتلونکې اوونۍ تر پیل پورې غځېدلی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس بیا ادعا کړې چې د اپرېل تر ۱۰مې پورې د نیولو او شړلو بهیر ځنډول شوی دی.

په اسلام‌آباد او راولپینډۍ کې امنیتي سرچینو هم ویلي چې دا مهلت په غیررسمي ډول تمدید شوی، خو دا پرېکړه لا تر اوسه رسماً نه ده اعلان شوې.

خو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې مهلت نه‌دی غځول شوی.

د UNHCR اندېښنې

د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ له سپټمبر راهیسې، ۶۹،۴۹۴ کورنۍ (۴۷۳،۳۹۷ کسان) بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

  • ۱۵۷،۵۱۳ نارینه
  • ۱۱۱،۳۸۱ ښځې
  • ۱۹۷،۸۲۱ ماشومان

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ  (UNHCR) ویندوی، قیصر خان اپریدي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د حکومت د پرېکړې په اړه اندېښنه لري، ځکه چې د افغان تابعیت کارت لرونکو په منځ کې داسې کسان هم شته چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.

ښاغلي اپریدي زیاته کړه:«موږ د پاکستان حکومت ته وایو چې د دوی وضعیت ته د بشري همدردۍ له لیدلوري وګوري. همداراز، موږ غوښتنه کوو چې پاکستان او افغانستان دې داسې تفاهم ته ورسېږي چې کډوال په عزت او په خپله خوښه ستانه شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب