تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۱۴مه】ننګرهار کې د طالبانو د حکومت، اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن، پنجشنبه ماسپښین دوه بجې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره جوړېږي.
د خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې دغه دودیزه مېله او مشاعره د ننګرهار ولایت په سراج العمارت بڼ کې ترسره شي.
سرچینه زیاتوي چې په دې مشاعره کې به د ولایتي چارواکو سربېره، فرهنګیان، شاعران او ادیبان ګډون کوي.
د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نارنج ګل مشاعره کې د هېواد د شاعرانو شعرونه له وړاندې ارزوي او له ځانګړې کمېټې له تایید وروسته په مشاعره کې ویل کېږي.
بل لورته بیا یو شمېر فرهنګیان نیوکه کوي، چې نارنج ګل دودیزې مېلې او مشاعرې سیاسي رنګ اخیستی او د تېر په څېر پکې په خپلواکه توګه شاعران او مینه وال ګډون نه شي کولای.
د جمهوري نظام پر مهال د نارنج ګل په دودیزه مېله او مشاعره کې له کوزې پښتونخوا هم نوموتو شاعرانو او فرهنګیانو ګډون کاوه، خو د سږکال په مشاعره کې په دې تړاو څه نه دي ویل شوي.
د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره هر کال د پسرلي د موسم په راتګ او ننګرهار کې د نارنجو د ګلانو او خواږه بوی د خپرېدو پرمهال ترسره کېږي.