پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeسپورتکرکټ؛ افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې نیپال ته په ۱۳۰ منډو ماته...

کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې نیپال ته په ۱۳۰ منډو ماته ورکړه

تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۱۴مه】د افغانستان د نولس کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د نیپال نوولس کلنې لوبډلې ته په ۱۳۰ منډو ماته ورکړه.

افغان لوبغاړو د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۳۰۰ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه.

په لومړۍ پاڼۍ کې د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان ۹۷، خالد احمدزي ۷۶، برکت ابراهیمزي ۳۵، عذیز خان ۲۴ او عزیز الله میاخېل ۲۱ منډې جوړې کړې.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر محبوب خان تسکین وګټله او لومړی یې د سیالې نیپال لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ځوانان به څو شېبې وروسته د یاد هدف د دفاع په موخه خپله توپ اچونه پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...