پاپلۍ را واخله
دا زما د ژوند کیسه ده.
له ځانپېښو یوه په وینو سره کیسه
په وینو سور واده
زما خو همدا دوه وروڼه دي، د باطن غریب واده هغسې شو، اوس مې د کشري ورور او خور واده دی چې دې ته هم لاړه نشم، نو بله کومه ښادي به وي چې بیا پکې مونږ را ټول شوو. ببۍ د سندلۍ د بړستنې تارونه په ګوتو کې مروړل، د تاوده زړوکي په پیڅکه پورې یې خپلې اوښکې غوټه کولې او همدا خبرې یې کولې:
ـ دا مې د کشري ورور او کشرۍ خور واده دی. ښه چې دې ته هم لاړه نشم، بیا خو نه بله ښادي نشته.
له ځانه سره به یې کله ناکله ساندې هم په نري غږ کې بدرګه کولې، د کور ور را وټکېد، تازه تروږمۍ ځمکې ته را کېوتې وه، ببۍ د کوټې د پردې یوه څنډه پورته کړه چې وګوري څوک دی؟ وره ته هیڅوک ورنغی، بیا را وټکېد:
ـ لکه چې د وره د خلاصېدو هم څوک نشته؟
دې وخت کې درانه درانه ټوخي شو، ببۍ بیا وویل:
ـ دا خو ډاکتر لالا ورغی.
ور یې بېرته کړ، ببۍ له هندارې ور څاري، بیا له ځانه سره وايي:
ـ دا ماشوم به څوک به وي؟
دا په همدې خبرو کې وه چې زموږ د کوټې ور بېرته شو، ګورو چې زما د پلار د یوې ترورزۍ زوی ګل ولي دی، سړو را غونج کړی و، ببۍ پر مخ موچې کړ او ور ته یې وویل:
ـ هله سندلۍ کې ننوځه، سړو هغسې خراب کړی یې.
د هلک لاسونه او زنه ړچېدل، سندلۍ ښه توده وه، هلک چې لږ را تود شو، نو ببۍ ور ته وویل:
ـ له کوم ځای نه وې؟
ـ جلال آباد نه!
ـ یوازې وې؟
ـ هو
ـ ته یې څنګه یوازې را پرېښی یې؟
ـ ما ته یې وویلې چې ماني پسې دې لاړ شه!
ـ خیر خو دی؟
ـ دې جمعې شپې ته دې د ورور او خور واده دی، بل څوک نه وو، زه یې در پسې را ولېږلم.
جمعې ته لا درې شپې پاتې وې، ببۍ ور ته وویل:
ـ اوس خو ناوخته دی، سبا شپه به ډاکتر لالا ته وویم چې هغه څه وئ.
دا وخت زما کاکا په بلغاریا کې و، ډاکتر کاکا د علی آباد شفاخانې د درمل جوړولو په برخه کې کار کاوه، سهار په خړه به دندې ته تللو، ببۍ دعا کوي چې خدای پاک دې وکړي چې لالا یې مانع نشي.
د ژمي لپاره مو تیاره ازوقه برابره کړې وه، ببۍ ته مې وویل:
ـ څه وخت به ځو؟
ـ خیر یادوه!
ـ ښه له خیره سره!
ـ بېګاه ته دې ډاکتر کاکا ته ویمه، که خدای تعالی یې سترګه جوړه لري، نو سبا سهار به له خیره بیا ځو، ایله د واده شپې ته ورسو.
ما ور ته وویل:
ـ ببۍ زما د باطن ماما واده نه یادېږي!
ببۍ سوړ اسویلی وایست:
ـ ستا څه چې زما نه یادېږي، هغه خو له مونږ پټ په لغمان کې وشو. د ترور غریبې دې لا پکې سر مات شوی و.
ـ سر څنګه مات شوی و؟
ـ څه خبره یم، خو برقي ور باندې د خښتې ګوزار کړی و!
موږ شپې ته منتظر وو چې ډاکتر کاکا راشي او دا خبره ورسره شریکه شي، ډاکتر کاکا به په اونۍ کې یوه شپه خامخا نوکري کېده هم، خو له ښه مرغه په دا شپه وختي راغی، ببۍ ورغله او کیسه یې ور ته وکړه چې باطن شاه دا هلک را لېږلی او ټول یې واده ته غوښتي اوسئ.
ډاکتر کاکا وپوښتله:
ـ د چا واده دی؟
ـ زما د کشر ورور ولایت شاه او خور واده مې دی.
کاکا وخندل، ببۍ وغوړېده، لکه چې کار وشو. ډاکتر کاکا بخارۍ ته یوه دړه ویشته او پښې یې ور وغځولې چې لږ را تود شو، نو ببۍ ته یې وویل:
ـ نو تاسې خو به ور ته نه ځئ؟
ببۍ سترګې په ځمکې پورې وګنډلې:
ـ لالا ستا خوښه؟
ډاکتر کاکا سګرټ واخست، ویې لګاوه، لوخړې یې ترې پورته کړې، بیا یې ببۍ ته مخ واړاوه:
ـ والله زه نه پوهېږم خو چې لاره به څنګه وي؟
ـ دغه هلک چې مونږ پسې راغلی، نو ده خو ویل چې لاره بېخي ښه وه.
ـ ځه ښه دی چې ښه ده، خو والله کله ناکله خبره سختېږي، ځئ! تاسې ته به څوک څه ووایي؟
ډاکتر کاکا رضا شو، ببۍ موږ ټول وختي ویده کړو، ویل یې چې سهار وختي له خیره حرکت کوو، سهار وختي یې ټول پاڅول او د قلع غیبي تماځای ته مو ځانونه ورسول، زرمینه خور مې لګیاه وه، زه خپله تلی شمه، ببۍ مې ور ته وویل:
ـ ته خو اوس هم ما په غېږ کې راوړې او ته وی زه تلی شمه!
ـ نو اخوا ته خو موټر کې ځمه
ببۍ خندل:
ـ ښه ته اوس دا وګوره! وايي له یوې خوا نه وايي چې زه تلی شمه او له بلې خوا وايي چې اخوا ته موټر کې ځمه.
ببۍ مې له جېبه کار واخست، ویل یې:
ـ را ځه ټکسي کې لاړ شو چې ژر ورسېږو، بل سینما پامیر کې دا وخت سخت باد لګي، زرمینه ناروغۍ نشي.
زرمینه ټکسي ته سخته خوشحاله شوه، ببۍ ته یې وویل:
ـ زه هم ټکسي کې جم (ځم)
ـ همدا تا ټکسي کې بیایو.
تر محمود خان پله یې د هر شي په باب پوښتنې او خبرې کولې. بختوره ستړې کېده چېرته!
ټکسي وان هم ور ته اریان دریان و چې جنۍ نوره نه وه، خو په خبرو کې ډېره پخه وه، ویل یې له دې جنۍ نه به لویه ښځه جوړه شي.
کله چې پل محمود خان ته لاړو، نو په بنز موټر کې مو ځای ونیو، د ژمي پر مهال به موټرې ژر ژر ډکېدلې، ځکه له دې ډډې نه زیات خلک جلال آباد ته تلل.
لویشت لویشت واوره پرته وه، په دا ورځ هم نرۍ وریځ را خپره شوې وه، خلک له وارې نه نور تر پوزې راغلي وو، ویل یې لویشت لویشت پرته ده، د اسمان زړه لا نوره هم غواړي، په وښکی کې ور ته خاندي. موږ د موټروان شاته دوه کسیزه څوکۍ ونیو، مخه مو آزاده وه، زه، ببۍ، دډاکتر کاکا یوه لور، زرمینه او رېزه ګل خور مې پکې آزاد کېناستو، ګل ولي را ته په پښو کې پر پېټۍ کېناست. موټر حرکت وکړ ، له کابله تر سروبي لاره پخه وه، یو نیم ځای کې کنده ایستل شوې وه، موټروان ویل:
ـ په دې کندو کې ماینونه خښ شوي وو، ډېرې موټرې پرې والوتې، خو چې کله حکومت پوستې واچولې، نو دا لار ه ښه شوه.
زرمینې موټروان ته ویل:
ـ کور ته چې لاړې سلامونه کوه!
هغه په ښیښه کې ور ته راکتل او ویل یې:
ـ چا ته؟
ـ لور ته دې.
ـ لور مې نشته.
ـ خور ته دې
ـ خور مې هم نشته!
هغه غلې شوه، شېبه وروسته یې بیا ور ته وویل:
ـ واده ته تلي؟
ـ د چا؟
ـ زما دماما!
ـ ستا د ماما واده دی!
ـ هو، ته هم راشه وریجې به وخورې
موټروان ور ته خندل او ویل یې:
ـ دا نام خدا ډېره هوښیاره او خوږه جنۍ ده.
زرمینې ور ته وویل:
ـ خوږه نه یم، زرمینه یم.
په موټر کې ټولو سپرو د زرمینې خبرو ته خندل
نږدې غرمه وه چې سروبي ته ورسېدو، ګڼې موټرې په بازار کې د رستورانونو مخې ته را ټولې شوې وې، ویل یې:
ـ لاره بنده ده!
یو کس موټروان ته وویل:
ـ دا به څه وخت بنده شوي وي؟
موټروان ور ته وویل:
ـ موږ خو چې پرون پې تېر شو، خیر خیریت و. دا حتمي همدا نن سهار بنده شوې ده.
ـ نو خلاصه به شي، که نه؟
ـ وګورو نو!
موټروان لاندې کېوت، زرمینه لا لګیاه و او پوښتنې یې کولې:
ـ څومره لاره پاتې ده؟
خلکو به ور ته ویل:
ـ څه یې کی؟
ـ د ماما واده ته ځم!
موټروان راغی او ویل یې:
ـ ماسپښین قوه راځي، خلاصه به یې کړي.
لوړ ماسپښین و چې له کابله زرېدار او زنځیري ټانکونه راغله، شورویان او عسکر یې پر سرونو ناست وو. ټوله ځمکه یې ښوروله، دوی چې څنګه له موږه واوښتل، نو ایسته موټروانانو هم ورپسې شا ته حرکت وکړ، د تنګي منځ ته لا رسېدلي نه وو چې لکه ږلۍ داسې ګولۍ ورېدې، عسکرو او شورویانو د ټانکونو له سره ډزې کولې، موټرو ورو ورو تګ کاوه، ټانکونه په یو نیم ځای کې ولاړ هم وو، تنګه کې ګولۍ لکه ږلۍ داسې ورېدې، ما د یوه ګټ تر شاه یو ببر څټی ولید چې ډزې یې کولې، زرمینې به ویل:
ـ دا ډزې د واده دي؟
موټروان خندل او ویل یې:
ـ ددې غریبې تر غوږه د ماما د واده غږ دی.
د ګولیو ږلۍ تېزه شوه، موږ پر ځان پوه نه شو، خو یو وختې یو سړي را ټوپ کړه او زرمینه یې زما د مور له غېږې واخسته، د ببۍ، رېزه ګل او زما پر مخ وینې را ماتې وې، سپرلۍ والا موټروان ته وویل:
ـ اکسلېټر ته پښه ورکړه او ځان وباسه.
موټروان ځان وایست، زرمینه چې د چا په غېږ کې پرته وه، هغه سړي وویل:
ـ ویده ده.
وړاندې موټر ودرېد:
ـ یوه ښځه او سړی کېوتل، له سینه یې اوبه را واخستې او د زرمینې پر مخ یې وشیندلې، موږ له موټره کتل، ببۍ خپلو زخمونو او ما خپلو زخمونو ته پټو نیولی و ، رېزه هم په موټر کې یوې ښځې پالله، هغه یې ټوله په وینو لمده خیشته کړې وه، زرمینه هماغه سړي په غېږ کې ټینګه نیولې وه، همدا خبره یې کوله:
ـ ویده ده!
موټروان به ساړه ساړه اسویلي ایستل او ویل به یې:
ـ یو شوروي باندې ډز و نه کړ، د سپرلۍ موټرې یې ویشتلې. یو شخصي موټر هم روغ و نه وت، په هر موټرو کې خلک په وینورنګ شول. دا ددوی مسلماني شوه.
په شاتنۍ څوکۍ کې هم یو سړی لګېدلی و، ماسختون اذانونه شوي وو چې موږ د توپ غونډۍ بېخ ته ورسېدو، دا وخت د کابل هډه همدلته وه، ګل ولي لاړ او خپله مور یې را خبره کړه، موټروان ویل:
ـ چې هر چېرته څئ، زه مو رسوم.
د ګل ولي مور چې راغله، نو مخ ته یې لاسونه وغورځول، ځانته یې ښېرا کوله چې:
ـ ما دې خدای په غبرګو ړنده کړي چې تاسې مې راغوښتئ. دا ګناه خو ما وکړه.
دا هم را سره ملګرې شوه، ویل یې:
ـ د هغوی کمبختانانو خو دا نن دنکریزو شپه ده!
ماما په شانزدا فاملیو کې اوسېده، موټروان د کور مخ ته ښکته کړو، د ګل ولي مور په خرپ خرپ دروازه ور ووهله، له اخوا نه د چمبو او سندرو غږ را خوت، څو ځلې یې ور وروواهه، اخر یې چغې کړې، یو کس را پیدا شو، ور یې بېرته کړو د ګل ولي مور مخکې شوه او ور ته یې وویل:
ـ وه خورې! و باطنه! ړنده شومه
مخ یې واهه او ژړل یې، زرمینه هغه سړي په غېږ کې تر کوټې ورسوله، ولایت ماما پر زرمینې غږ کاوه، خورزې پاڅه، زهو ببۍ او رېزه ګل یې تر خوا په وینو کې لانده خیشته پراته وو، ټولو مخونه وهل او ژړل یې، یوه انګولا ګډه شوه، له شا وخوا نه ګاونډیان راغله، ګوري چې د نکریزو سندرې په وینو سرې شوې، په زرمینې کې حرکت نه و، ماماګانو موږ دستي پوهنتون روغتون ته بوتلو، زما او د ببۍ مخ یې پانسمان کړ او رخصت یې کړو، رېزه ګله یې بستر کړه، د هغې زخمونه ژور وو. ما ټوله شپه د تودې بخارۍ تر خوا په خوږو تېره کړه، ترور مې سر ته ناسته وه او ژړل یې، ببۍ مې په بله کوټه کې وه، ما ترور وپوښتله:
ـ زرمینه مړه شوې ده؟
هغې په ژړغونې غږ وویل:
ـ نه ژوندۍ ده!
ـ چېرته ده؟
ـ بله کوټه کې ده!
ـ ما ور وله.
ـ هغه اوس وید ده.
ـ مړه خو به نه وي؟
ـ نه، ژوندۍ ده!
ـ ولایت ماما خو وویل چې مړه ده!
ـ هغه نه و پوه شوی!
ـ ببۍ مې چېرته ده؟
ـ هغه همدلته ده، خو ویده ده.
ببۍخو مې لیدلې وه چې له روغتونه را ووته، خو زرمینه مې په روغتون کې و نه لیده، هغې شین بخملي کمیس او پرتوګ اغوستی و، ما ولیده چې ډډه بډه پرته وه او ولایت ماما ور ته بوخت و. زرمینې د واده وریجې و نه خوړې، پخپلو وینو یې تنکي لاسونه د واده لپاره سره کړه.
زه چې اوس هم کله ورېښمین تنګي ته ورسېږم، نو تودې ګولۍ مې په غوږونو کې کړنګاری وکړي او زرمینه مې سترګو ته نېغه ودرېږي.