Homeخبرونهد ط د کورنیو چارو وزارت د تریاکو د بیې لوړوالی د...

د ط د کورنیو چارو وزارت د تریاکو د بیې لوړوالی د کوکنارو په مخنیوي کې د حکومت د بري نښه وبلله

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۴ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تریاکو د بیې د لوړېدو په اړه د ملګرو ملتونو د تازه راپور په غبرګون کې ویلي چې د تریاکو د بیې لوړوالی د افغانستان د نشه‌يي موادو د تولید د کمښت له امله دی او دا د طالبانو لپاره یوه بریا ګڼل کېږي.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۲ مه) راپور ورکړ چې د تریاکو بیه لس برابره لوړه شوې او لوی قاچاقبران له دې وضعیت څخه ګټه اخلي.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي چې د ۲۰۲۴ کال لپاره د هر کیلو تریاکو بیه ۷۵۰ ډالرو ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله لس برابره زیاتوالی ښيي. دغه دفتر همداراز ویلي چې د نشه‌يي موادو د تولید کمښت، لوی قاچاقبران شتمن کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي موادو ضد دفتر څرګندونې، د نشه‌يي موادو پر ضد د طالبانو د «جدیت» ثبوت دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، ویلي: «دا هر چا ته واضح ده چې کله تولید او عرضه نه وي، بیې څو چنده لوړېږي.»

هغه زیاته کړه: «په هېواد کې د نشه‌يي موادو د پروسس او قاچاق کچه په بې‌ساري ډول کمه شوې، او د نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې پولیسو خپل فعالیتونه پراخ کړي، او دا لړۍ به لا نوره هم پیاوړې شي.»

وروسته له هغه چې د طالبانو مشر د کوکنارو کښت منع کړی، په افغانستان کې د دې بوټي کښت په بې ساري ډول کم شوی دی.

د م.م. له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره: د افغانستان د تریاکو بیه اوج ته رسېدلې – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...