یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د بلوڅانو مبارزه | شاه‌محمود میاخیل

د بلوڅانو مبارزه | شاه‌محمود میاخیل

که د یو عادي افغان نه چې سیاسي علوم یې نه وي لوستلي او نه یې سیاست کړې وې، هغه هم په دې پوهیږي چې د هیوادونو تر منځ تعلقات د دوه اړخیزو ګټو په اساس ولاړ دي. کله چې ګټې سره په ټکر کې یا جدا شي نو بیا خیر شما او خیر ما کیږي.

له دې کبله د هر هیواد جنګ او سیاست باید د خپل هیواد د ګټو لپاره وي. هره خبره او پالیسي چې کوم افغان سیاستمدار (که یې لرو) او یا جنګې ډله مطرح کوي، باید د افغانستان ګټې په کې مطرح وي.

د ځنیو په نامه سیاسي مشرانو او جنګې ډلو نه دا سوال په کار دی چې ایا ستاسي سیاست او جنګ د افغانستان د ګټو لپاره دی او یا د تیر په څیر د بل هیواد د ګټو لپاره مبارزه او جنګ کوي؟

د یادونې وړ ده چې په تیرو پنځو لسیزو کې د نورو هیوادونو او ګاونډیانو د ګتو لپاره ډیر جنګونه وشول. د حکومتونو، سیاسي او جنګي ډلو د غلطو سیاسي تګلارو له امله افغانستان د نړۍ د هر ډول اسلامي او مذهي، سوسیالستي او امپریالستي، ترورستي او نیابتي، خپل منځي، سیمه ایز او نړیوالو رقابتونو او جنګونو په ځاله بدل شو چې باالاخره د دغه جنګونو قرباني افغانستان او افغانان شول.

د دغه جنګونو له امله افغانستان د جنایي، ترورستي او د مخدره موادو د مافیا په مرکز بدل شو.‌ که څه هم د شرق او غرب، د عربو او عجمو په لکونو پوځونه او میلیاردونو ډالره افغانستان ته لاړول خو د افغانستان او د افغانانو په ژوند کې تغیر رانغې. اوس هم افغانستان د اسیا په کچه د ټولو نه وروسته پاتې او غریب هیواد دی.

د دغه جنګونو له امله، افغانستان او افغانان اوس هم په انزوا کې دي. نه بانکي سیستم فعاله دی، نه تعلیمي نظام یې تعلیي نظام ته ورته دی او نه حکومتولې یې حکومتولې ته ورته ده. افغانستان مشروع، ولسواکه او قانونمند حکومت او نظام نه لري او یوه وړه مافیايي ډله چې د مشر هویت او قواره یې معلومه نه ده، د افغانستان په ولس حکومت کوي.

که به لنډه توګه د تیرو پنځو لسیزو پیښو ته نظر واچوو او تکرار یې اړین بولم ځکه د اکثرو افغانانو اوږده حافظه کار نه کوي او د لنډې حافظې په درلودلو سره مرده باد او زنده باد وایي. کله د یو کس نه په یوه ورځ کې قهرمان او په بله ورځ کې خاین جوړوي.

د ثور د کودتاه نه وروسته، د خلق دیموکراتیک ګوند به ویلې چې دوی د شوروي اتحاد نه مخکې روان دي ځکه دوی راسا د فیوډالي نظام نه کمونیستي مرحلې ته داخل شول. حال دا چې په افغانستان کې نه فیوډالي نظام و او نه کارګري جنبشونه او فابریکې. دوی د خپلې ټولنې عیني او ذهني شرایط په نظر کې ونه نیول نتیجه یې د شوروي اتحاد یرغل او ورپسې د ګاونډیانو او نړۍ پراخه لاسوهنو ته مساعده شوله.

د اسلام اباد او تهران جهادي ډلو هم ویلې چې دوی په افغانستان کې سل په سلو کې اسلامي نظام د راوستلو لپاره جنګیږي او د لا شرقیه او لا غربیه شعارونه یې هم ورکول حال دا چې لا غربیه روزل، تمویلول او په شا ډبول.

پاکستان ویلې چې د افغانستان جهاد د پاکستان د دفاع لپاره دی. امریکا، غرب او عربو به ویلې چې د افغانستان جهاد د کمونیزم د مخنیوي لپاره سنګر دی که نه شوروي اتحاد به د هند سمندر ته ورسیږي او اسلامي هیوادونه به د شوروي اتحاد او کمونیزم د کنترول لاندې راشي.

طالبان هم تیره دوره کې د پاکستان د ګټو لپاره رامنځته شول تر څو پاکستان ته د مرکزي اسیا په لورې د تجارت تګ او راتګ لاره هواره شي ځکه هغه وخت په داخل د افغانستان کې داخلي جنګونه و او مرکزي اسیا هیوادونه تازه د شوروي اتحاد نه مستقل شوي او د تجارت زمینه مساعده وه. په دې هلکه د احمد رشید کتاب: طالبان، جنګي اسلام، تیل او افراطیت په مرکزي اسیا کې، لوستل پکار دی. (Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia)

په امریکا کې د سپتمبر یولسمې نیتې د پیښې نه وروسته امریکا بیا افغانستان ته د تروریزم سره د مبارزې او په دنیا کې د هیجومني سیاست د تقویه کولو لپاره لاړه. بیا هم د وخت د سیاسیونو د غلطو پالیسیو له امله افغانستان قرباني ورکړه او د دغه موقع نه د افغانستان په ګټه لکه څنګه چې لازمه وه، استفاده ونشوله. په دې هلکه د پیریانو د جګړې کتاب Ghost War by Steve Coll لوستلې شئ.

طالبان بیا د پاکستان د ګټې لپاره د تیر حکومت په ضد جنګونه پیل کړل او دا یې هیر شول چې تیر ځل دوی څنګه له منځه یوړل شول، او څنګه د دوی مشران په پاکستان کې بندي، بې ابه، بې عزته او ووژل شول؟ که نه د ملا برادر او ملاضعیف نه دې پوښتنه وکړي. طالبانو د دویم ځل لپاره د بیا قدرت نیولو نه وروسته، دوی بیا د پاکستان د ګټو لپاره داسې تګلاره غوره کړله چې د دوې د حکومتولې ماډل نه په اسلام کې شته او نه د دنیا په نورو هیوادونو کې. افغانستان پنځوس کاله بیا بیرته شاته لاړ.

اوس، ځینې سیاسي ډلې چې د طالبانو مخالفه دي او یا د جنګ ډنډورې وهي، د هغوي اوس هم مخ او څټ معلوم نه دی. کله د تهران سندرې وایي او کله د اسلام اباد ویاندویان جوړیږي. د بلوچانو جنګ د پاکستان د استبلشمینټ د ظلم په وړاندې راولاړ شوې او دا دهغوي برحقه مبارزه ده چې د څو لسیزو راپدیخوا روانه ده. که د بلوچانو د ازادې جګړې ته دوی تروریزم وایي نو بیا خو دوی هم د تروریزم بقایا دي ځکه د دوی پلرونو او د جهادي تنظیمونو جهاد هم ترورستي جګړې وې او اوس هم ترورستي عملیات تر سره کوي.

خبره بیا هم دا ده چې د طالبانو حاکمه ډله او هم مخالفې جبهې او اکثره سیاسي ډلې فقط د خپل قدرت ساتلو او نیولو لپاره هلې ځلې کوي. کله وایي چې تاجک او داعش سره مشابه ارزښتونه لري، کله د اسلام اباد ویاندویان جوړیږي، کله په تهران، استانبول او مسکو کې د سیمې د استخباراتو سره ملاقاتونه کوي‌ او کله د امریکا په ځینو کرایي تیڼک ټینکونو کې ویناوې کوي. کله د امریکې کوم کانګریس مین ته د لابیګرو ادارو له لارې ځان رسوي او فکر کوي‌ چې امریکا د دوی له غمه مړه ده.

دوی ته نه ملي منافع مهمې دي او نه د افغانستان د ثبات، استقلال او د خلکو ارامي او سوکالي. که دوی ته د قدرت د نیولو ټټر هر چا ووهه، د خپل شخصي ګټو او قدرت ته د رسیدو لپاره د هر چا په خدمت کې کرایه کیدلې شي او دوی ورته ټټر وهي. د افغانستان د ملي منافعو په سر د هر چاسره دوی معاملې ته حاضر دي. همدا علت دی چې د داسې ډلو او اشخاصو سره ګډه مبارزه او تګ امکان نه لري.

سیاست او جنګ کې یو څه اصول باید د ملي منافعو په رڼا کې همیشه په نظر کې ونیول شي. فرق نه کوي که سیاسي مبارزې په لنډمهال کې رنګ رانه وړ او یا کامیابه نشوله ځکه سیاسي مبارزه یوه اوږدمهاله پروسه ده. د یو بد حالت نه بل بد حالت ته څوک لاس نه اچوي او نه ورته زمینه مساعدوي.

خو د افغانانو جنګې ډلې او په نامه سیاسیون په دې قصه کې نه دي ځکه د دوی لپاره معیار فقط لنډمهالې ګټې دي دا چې تاریخ په دوې څه قضاوت کوي او سبا ته د دوی سرنوشت به څنګه وي، یا په افغانستان کې څه کیږي، د هغوي په قصه کې نه دي ځکه دوی په مردارو او استخباراتي معاملو کې زیږیدلې، لوی شوې او تغذیه شوي دي. اوس هم دوی غواړي چې د مردارو چینلونو له لارې قدرت ونیسي. عاقبت به خیر.

شاه محمود میاخیل

د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو او اړیکو مسوول

1 COMMENT

  1. میاخېل صاحب درسره هم نظره یو. ځینې نظامي یا جنګي ډلې قدرت ته د رسېدو لپاره د هرچا ډول ته ګډیږي . خو د دوی آخره خاتمه به داسې خرابه او ننګینه وي ، چې د دوی اولادونه ، قوم او تاریخ به پرې شرمیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....