Homeخبرونهد م.م. پلټونکو، اسراییل د فلسطینیانو په ټولوژنه تورن کړ

د م.م. پلټونکو، اسراییل د فلسطینیانو په ټولوژنه تورن کړ

تاند(پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۳ مه) ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې اسراییل د غزې د جګړې په لړ کې په سیستماتیک ډول د ښځو د روغتیايي مرکزونو په ورانولو او د جنګي ستراتیژۍ په توګه له جنسي تاوتریخوالي څخه په استفادې د فلسطینیانو نسل وژنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د نړیوالې پلټنې خپلواک کمېسیون په دې راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ، د کب ۲۳ مه خپور شو، ټینګار کړی چې اسراییل له حماس سره د جګړې پر مهال، «د فلسطینیانو د تولید مثل (زوکړې) ظرفیت یوه برخه د ولادي نسايي روغتیا د سیستماتیکې ورانونې له لارې له منځه وړې ده.»

د اسراییل د افراطي صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر دا راپور “ناسم او بې اساسه” بللی. همداراز، په جینیوا کې د اسراییل دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دا تورونه “بې‌بنسټه، مغرضانه او غیرمعتبر” ګڼلي دي.

د ملګرو ملتونو تحقیقاتي کمېسیون ویلي چې اسراییل “په قصدي توګه” د غزې د فلسطینیانو د زېږون لوی مرکز په نښه کړی، او په ورته وخت کې یې په محاصره کړې غزه کې، روغتیایي مرکزونه تړلي او د حیاتي طبي مرستو، دارو درملو، د خوندي زېږون، او د نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې لپاره اړینو توکو ته د لاسرسي مخه نیولې ده.

راپور زیاتوي چې د اسراییل دا اقدامات، د میندو د مړینې له زیاتوالي سره یو ځای، چې د طبي وسایلو د محدودیدو له امله رامنځته شوی، د “بشریت ضد جنایت” ګڼل کېږي، چې موخه یې “د فلسطینیانو د یوې ډلې په توګه له منځه وړل” دي.

راپور همداراز اشاره کړې چې د غزې روغتونونه، د زېږون څانګې، او د مصنوعي القاح مرکزي مرکز په سیستماتیک ډول ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو کمیسیون وايي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې د اسراییل امنیتي ځواکونو “په قصدي توګه” د غزې مرکزي زېږنتون په نښه کړی او “ټول هغه مواد، چې د فلسطینیانو د راتلونکي نسل د تولید لپاره ذخیره شوي وو، له منځه وړي دي.”

د پلټونکې کمېسیون په وینا، دا “بې‌ساري جنایتونه” نه یوازې ښځو او نجونو ته “شدید جسمي او رواني زیانونه او سخت دردونه” اړولي، بلکې دا به د فلسطینیانو د رواني روغتیا او د هغوی د تولید مثل په راتلونکو فرصتونو “نه جبرانېدونکې” اغېزې ولري.

دا درې کسیز خپلواک پلټونکی کمېسیون د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د دې لپاره جوړ شو چې په اسراییل او فلسطیني سیمو کې د نړیوالو قوانینو احتمالي سرغړونې وڅېړي.

راپور همداراز اسراییلي ځواکونه تورن کړي چې دوی په “عام محضر کې د فلسطینیانو جبري بربنډول او جنسي ځورونه د خپلو معیاري عملیاتو د برخې په توګه کارولي” څو فلسطینیان د حماس تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له بریدونو وروسته مجازات کړي.

د فلسطین د اشغالي سیمو لپاره د ملګرو ملتونو د خپلواک کمېسیون مشره، ناوي پیلای، وايي: “هغه شواهد چې کمیسیون راټول کړي، د جنسي او جنسیت‌محوره تاوتریخوالي د زیاتوالي یو خواشینوونکی انځور وړاندې کوي.”

نوموړې زیاته کړې: “هیڅ شک نشته چې اسراییل د فلسطینیانو د بېرولو او د هغوی د خپلواکۍ د حق د کمزوري کولو لپاره له جنسي تاوتریخوالي او جنسیت‌محوره ظلم څخه د یوې ځپونکې وسیلې په توګه کار اخیستی.”

کمیسیون له قربانیانو او شاهدانو سره مرکې کړې، عکسونه او ویډیوګانې یې تحلیل کړي، څو د دې تورونو کره ثبوتونه راټول کړي.

د کمېسیون موندنې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې وروسته د غزې تړانګه، د لوېدیځې غاړې اشغالي سیمې، او ختیځ بیت‌المقدس پوښلي دي.

په هماغه ورځ، د حماس وسله‌والې ډلې او نورو فلسطیني وسله‌والو پر اسراییل پراخ بریدونه ترسره کړل، چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او نژدې ۲۵۰ تنه وتښتول شول.

د دې بریدونو په ځواب کې، اسراییل پر غزه بریدونه پیل کړل، چې د غزې د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، تر اوسه پورې یې تر ۴۸ زره زیات فلسطینیان وژلي او د دې سیمې شاوخوا ۹۰ سلنه بنسټیزې زېربناوې یې ویجاړې کړي دي.

2 COMMENTS

  1. That was Palestinians Shia terrorist groups like Hamas Hezbullah & Lewa y Fatemioun whom attacked Israel & killed hundreds of innocent civilians and commented crimes against humanity, Why they provoked Israel?

  2. د ظلم د انحرافی توجیه د جرم مجازات د ظلم د جرم تر مجازات په کمه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...