تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۴ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې وروسته له هغې چې د بلوڅانو د ازادۍ پوځ په پاکستان کې پر یوه مسافر وړونکي ریلګاډي برید وکړ، وویل چې طالبان له دې بېلتونپالې ډلې سره هېڅ اړیکه نه لري.
دغه وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعا «بېاساسه» وبلله او رد یې کړه چې ګواکي طالبان د دې برید له عاملانو سره تړاو لري او یا بریدکوونکو په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره د مخابرې له لارې تماس درلود.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د کب ۲۳مه، د بلوچستان په جعفر ایکسپرس ریلګاډي د برید او د مسافرو د یرغمل نیولو په درېیمه ورځ، وویل: «موږ د پاکستان د پوځ د ویاند بېاساسه ادعا، چې اسلامي امارت د بلوچستان پر مسافر وړونکي ریلګاډي د برید ملاتړ کړی، په کلکه ردوو.»
طالبانو له پاکستانه وغوښتل چې د «غیرمسوولانه» څرګندونو پر ځای، د خپلو امنیتي او داخلي ستونزو پر حل تمرکز وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې د بلوڅ بېلتونپالې ملېشې هیڅ غړي په افغانستان کې حضور نه لري او د دې ډلې او بلوڅ بېلتونپالو ترمنځ «هیڅ اړیکه» نشته.
طالبانو همداراز د دې پېښې له امله د بېګناه کسانو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل: «د ملکي وګړو قرباني کول د سیاسي موخو لپاره د توجیه وړ نه دي.»
د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، د چهارشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې بلوڅ بېلتونپالو د مسافرو د یرغمل نیولو پلان په افغانستان کې جوړ او تنظیم کړی و. نوموړي ادعا وکړه: «ترهګر د عملیاتو پر مهال د سپوږمکۍ له لارې له خپلو طراحانو او مرستهکوونکو سره، چې په افغانستان کې مېشت دي، په تماس کې وو.»
د سېشنبې په ورځ، لسګونو بلوڅ بېلتونپالو د ریلګاډي پټلۍ والوزوله، جعفر ایکسپرس ریلګاډی یې، چې له ۴۰۰ زیات مسافر یې لېږدول، ودراوه او لسګونه کسان یې یرغمل کړل. دا پېښه د افغانستان او ایران پولې ته نژدې، په یوه لیرې غرنۍ سیمه کې شوې ده.