پنجشنبه, اپریل 24, 2025
Homeخبرونهمتحده عربي امارات په افغانستان کې د مور او ماشوم ۱۰ مرکزونه...

متحده عربي امارات په افغانستان کې د مور او ماشوم ۱۰ مرکزونه جوړوي

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۴مه) متحده عربي اماراتو په افغانستان کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره د ۱۰ پرمختللو روغتیایي مرکزونو د جوړولو پروژه پیل کړې ده.

دا مرکزونه په ننګرهار، بلخ، هرات، غزني، پکتیکا، پکتیا، کندهار او هلمند ولایتونو کې د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړېږي.

تمه کېږي چې د دې پروژې تطبیق به ۱۱۵ زره ښځې په مستقیم ډول او سلګونه زره نور کسان له روغتیايي خدماتو څخه برخمن کړي.

د هندي رسنۍ ډي‌ډي نیوز د راپور له مخې، دا پروژه د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان تر مستقیمې څارنې لاندې پلي کېږي.

ویل شوي چې هر مرکز به پر پرمختللو تجهیزاتو لکه تخصصي بسترونو، د واکسین د ساتلو سیسټمونو او اساسي درملنیزو خدماتو سمبال وي.

دا کلینیکونه د لمریزې انرژۍ، سپوږمکۍ سټېشنونو، ګرځنده کلینیکونو، او امبولانسونو درلودونکي دي، چې د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړوي او سیمه‌ییزې ټولنې پیاوړې کوي.

د دغو مرکزونو له ډلې یو د جلال‌اباد په باغباني کې فعال شوی، چې اوس مهال امیندوارو میندو او ماشومانو ته خدمات وړاندې کوي.

تر دې مخکې، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د معیاري واکسینونو د ساتلو لپاره د تجهیزاتو او سړو خوندي ځایونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ وو.

دا مرکزونه به د نوزېږو ماشومانو د مړینې د کمولو او د هغوی د روغتیايي ستونزو د مخنیوي لپاره، امیندوارو میندو او ماشومانو ته د درملنې او واکسین کولو خدمات وړاندې کړي.

افغانستان د نوزېږو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري. د احصایو له مخې، له هرو زرو زیږونونو څخه ۴۳ ماشومان مړه کېږي.

د ساري ناروغیو، تنفسي انتاناتو، اسهال، ملاریا، د وخت نه مخکې ولادت، او د زېږون پر مهال د ماشوم ساه بندېدو پېښې د ماشومانو د مړینې له عمده لاملونو څخه دي.

متحده عربي امارات وايي، دا پروژه نه یوازې د روغتیایي وضعیت د ښه والي لامل کېږي، بلکې د کاري فرصتونو رامنځته کولو او سیمه‌ییزو کاروبارونو د پیاوړتیا سبب هم ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...