Homeخبرونهجرمني د افغان ښځو پر ملاتړ زیات ټینګار کړی دی

جرمني د افغان ښځو پر ملاتړ زیات ټینګار کړی دی

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۱۵مه】د جرمني بهرنیو چارو وزیرې، انالېنا باربوک پرون سه شنبه د کب په ۱۴مه په یوه غونډه کې ټینګار کړی چې د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

هغې زیاته کړې چې افغانستان ته بشري مرستې، خوراکي توکي او روغتیايي مرستې رسوي او پرته له دې چې د سرپرست حکومت لاسرسی ورته وي، د نړۍوالو بنسټونو له لارې رسيږي.

باربوک د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ هم تر ټولو زیات ټینګار کړی دی.

جرمني داسې مهال د افغان ښځو پر ملاتړ ټینګاړ کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته ښځې له هر ډول حقه بې برخې شوي دي.

بل لورته بیا د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یو اېن-هبیتات) هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو، ونډې او پیاوړتیا په اړه پر خپلې ژمنتیا یو ځل بیا ټينګار کړې دی.

په افغانستان کې د دغې ادارې استازې، سټېفني لوز، د ښځو د نړۍوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې وايي، زده‌کړو، روغتیا او پاکو اوبو ته لاسرسی د افغانستان د ښځو او نجونو له ژوند سره ژور تړاو لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...