Homeخبرونهد یوناما مشره، راتلونکې اونۍ امنیت شورا کې د افغانستان پر وضعیت...

د یوناما مشره، راتلونکې اونۍ امنیت شورا کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

تاند【چهارشنبه د کب – حوت ۱۵مه】د ملګرو ملتونو سیاسي شورا د راتلونکې غونډې مهال ویش اعلان کړ.

د دغه مهال ویش له مخې،چې د روانې مارچ میاشتې په ۱۰مه نېټه (دوشنبه) ترسره کېږي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر مشره، روزا اوتونبایوا د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

په پام کې ده چې د ډنمارک په مشرۍ په دغه غونډه کې افغانستان کې د یوناما د ماموریت په اړه چې د روانې عیسوي میاشتې په ۱۷مه پاېته رسیږي، د برخلیک په اړه خبرې وشي.

د دې غونډې نېټه داسې مهال اعلانېږي چې، پرون دوشنبه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د یوناما ماموریت بې ګټې او اندېښنه اچوونکی وباله.

مجاهد زیاته کړې چې دغه بنسټ تل هڅه کړې، خلکو ته اندېښنې پیدا کړي او د افغانستان انځور په نړیواله کچه ناسم وښيي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، یوناما پخپلو راپورونو کې د افغانستان د اوسني نظام د لاس ته راوړنو په اړه هیڅ هم نه دي ویلي او تل یې منفي ټکو ته پام کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...