جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهټرمپ دې په امریکا کې د افغانانو د بیامېشتېدو مرکز نه تړي

ټرمپ دې په امریکا کې د افغانانو د بیامېشتېدو مرکز نه تړي

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۱۵مه】‏د امریکا د کانګرس غړي، په یوه لیک کې له ولسمشر ډانلډ ټرمپ غوښتي چې په امریکا کې د افغانانو د بیا میشتېدو مرکز (CARE) دې ونه تړي.

مایک لالر د ټرمپ د حکومت پر دغې پرېکړې خپله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې هغه افغانان چې امریکا ته ورځي، عادي یا ناقانونه کډوال نه دي.

په دې لیک کې زیاته شوې چې دا پرېکړه د هغو له ۲۰۰ زرو زیاتو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، چې شل کاله یې له امریکايي ځواکونو سره په افغانستان کې همکاري کړې ده.

د کانګرس غړي مایک لالر خبرداری ورکړی چې دا ډول پرېکړه به لنډمهالې او اوږدمهالې پایلې ولري.

ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ته تر بریالیتوب وروسته پر څوکې د ناستې لومړنۍ وینا کې امریکا ته د کډوالو د ورتګ پروسه ودروله.

وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې ټرمپ غواړي په امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو د ملاتړ دفتر هم وتړي.

1 COMMENT

  1. کانګریس مین دا نه وايي چې همدا موږ وو چې يووخت مو د دین او جهاد په نوم د افغانانو په غوږونو کې شیطاني شپيلۍ پوه کړه، ليوني مو کړل ځنګلي مو کړل وحشي موکړل له خپل وطنه نه پردي موکړل،
    او له هرې خوا مو عرب داړه ور، خونکاران، لړمان او ماران، ځناور ابوګان، اسامه ګان راټول او پر افغانستان ور مرش کړل، انسانیت مدنیت و… هرڅه مو ور تباه تباه کړل.
    بیامو هماغه خپل روزلي عربي ماران بهانه کړل په افغانستان مو تیری وکړ، له مځکی او هوا مو بیګناه خلک ووژل، فاسد رژیم مو پری واکمن کړ، د فساد اژداران مو وروزل بیا مو په يوه لغته هرڅه وپاشل او اوس بشري قوه تري راوباسو چی امریکا آباده کړي،
    خو همدا وايوو چې د بشردوستي له غمه مجبور يوو د افغانانو په درد رنځور يوو ژغورو يي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...