جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان کې پر پوځي مرکز ځانمرګو بریدونو ۸ ملکیان وژلي

پاکستان کې پر پوځي مرکز ځانمرګو بریدونو ۸ ملکیان وژلي

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۱۵مه】پرون سه شنبه د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز دوه ځانمرګي بریدونه وشول.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې په دغه برید کې شاوخوا ۸ ملکیان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

پرون سه شنبه ماښام مهال دوو تنو ځانمرګو بریدګرو د روژه ماتي پرمهال خیبر پښتونخوا کې پر یوه پوځي مرکز لومړی په ځان پورې تړلو چاودیدونکي توکو ته چاودنه ورکړه او سملاسي نور وسله وال مرکز ته ننوتل.

تر برید څو ساعته وروسته هم د مرکز دننه ډزې روانې وې، خو پوځ خپلو ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه پرون د شپې تر نیمایي څه نه و ویلي.

د بريد مسوليت د “جيش الفرسان محمد” په نوم يوې وسلوالې ډلې په غاړه اخیستی دی.

دا لومړی ځل نه دی، تېر کال اوړی هم په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز موټر بم برید کې پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

پاکستان اوسمهال د سختې نا امنه څپې سره مخ هېواد دی، چې روان حالت پکې عام خلک هم سخت اندېښمن کړي دي.

1 COMMENT

  1. په پوځي مرکزونو کې ملکیانو څه کول؟
    تاسو دا د تاند معیار ډېر راغورځولی نه دی؟ که نه د پاکستان د پوځ له خوا کومه شوړه په لاس درغلې ده؟ :)‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...