جمعه, فبروري 6, 2026
Home+امريکا افغانستان ته پلمې لټوي | ډیوه 

امريکا افغانستان ته پلمې لټوي | ډیوه 

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري، چې افغانستان ته بیا ځواکونه ولېږي او د دې لامل یې چين یاد کړی دی.

ټرمپ څو ځلې ويلي، “په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه د نړۍ له لویو هوايي اډو څخه ده او هلته درانه کانګرېټ او فولاد کارول شوي، خو د مخکيني ولسمشر جوبایډن د بې کيفتۍ او بې غورې له امله چين ته پاتې شوې ده”.

نوموړي د زغره والو موټرو په اړه، چې له امريکايي ځواکونو په افغانستان کې پاتې شوي، د بیا ترلاسه کولو خبرې هم کړې دي.

د افغانستان د سرپرست حکومت ذبيح الله مجاهد د مارچ په دویمې نېټې د ټرمپ دغه څرګندونې رد کړي او د نوموړي څرګندونې يې له احساساتو ډکې بللې دي او په خبره يې، د بګرام هوايي اډه کې د چین هیڅ عسکر نه شته او امریکایي چارواکي باید د بشپړو او دقیقو مالوماتو له مخې خبرې وکړي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر بېړنۍ وتنې څه باندې درې کاله تېر شوي، خو په اړه يې بیا بیا څرګندونې کړې دي. ۱. ټرمپ له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو پاتې وسلې او تجهیزات ور وسپاري. ۲. نوموړي له طالبانو غوښتي، چې د بګرام پوځي اډه امریکا ته وسپاري.

ټرمپ له افغانستان سره مرستې بندې کړي او ويلي يې دي، که طالبان وسلې بېرته ور ونه سپاري، نو مرستې به ورسره ونه کړي. داسې ښکاري چې د امريکې حکومت د سيمې امنیت، افغان ملت او خلکو ته پاملرنه نه کوي او په افغانستان کې ورته له خپلې ستراتیژیکې ناکامۍ وروسته سياسي اندېښنې پيدا شوې دي. امريکا چین ته د دښمن په سترګه ګوري او اوس افغانستان ته د سرتیرو د لېږد پلمه لټوي.

امريکا خپلې دندې پر نورو اچوي

ټرمپ په وار وار بې بنسټه ادعاوې کړي، چې ګواکې په افغانستان کې د بګرام پوځي اډه د چیني پوځ تر کنټرول لاندې ده او ویلي یې دي، چې دا اډه له هغه ځای څخه یوازې یو ساعت واټن لري، چې چین پکې اټومي توغندي جوړوي. په حقیقت کې، امريکايي سياستوال د “چین د ګواښ تیوري په افغانستان کې کاروي، چې دا يوه بشپړه خیالي تيوري ده.

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پرمهال په دغه هېواد کې سخته ګډوډي رامنځته شوه او د ميلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې، خو بیا هم امريکا د خپلې ستراتيژيکې ناکامۍ مسئوليت پرغاړه نه اخلي. ټرمپ دا ځل چین په افغانستان کې د پوځي اډې پر درلودلو تورن کړی، خو په حقیقت کې افغانستان ته د امريکايي ځواکونو د لېږد او ملاتړ پلمې لټوي.

افغانستان ته د امريکې د راستنیدو اصلي انګېزه څه ده؟

امريکې له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو له ایستلو وروسته، یعنې په تیرو درېیو کلونو کې د اوکراین او روسیې  پر روانې جګړې تېل پاشلو باندې تمرکز کړی او منځنۍ اسیا او سیمې ته یې پاملرنه کمه کړې ده. چین او روسیې د افغانستان په شمول د سیمې له هېوادونو سره امنیتي همکارۍ ژورې کړي او امريکا د اروپا او اسيا په زړه کې د خپل نفوذ د لاسه ورکولو ته اندېښمنه ده.

افغانستان د چین ګاونډی دی او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په اوږدو کې مهم موقعیت لري. د جیوپولیتیک محاسبې پر بنسټ، امريکا غواړي په دې سیمه کې د تګ راتګ  پروسه کې مداخله وکړي. د پنټاګون یو راپور ښيي چې د امریکا پوځ د افغانستان شاوخوا هېوادونو کې خپلې شبکې پراخې کړي او افغانستان ته د بیاستنیدو جیوپولیتیک ترتیب يې لا دمخه پیل کړی دی.

افغانستان باید نور د لویو هېوادونو د سيالۍ ډګر نه وي

تاریخ ښیي چې بهرنيو لاسوهنو افغانستان ته ریښتینې سوله نه ده رسولې. د امريکې د ۲۰ کلن پوځي شتون له امله سلګونو زرو افغانانو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ خلک يې په اقتصادي ستونزو کې پاتې کړې دي.

د افغانستان خلک له جګړې ستړي دي او د ملي اقتصاد د ودې لپاره یو باثباته چاپېریال ته اړتیا لري. چين د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه، تل پر دې اصولو ټينګار کړی، چې افغانستان د افغانانو ملکیت دی او د افغانانو په مشرۍ باید حکومتي چارې پکې مخ ته یوړل شي او د بشري مرستو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له لارې یې د افغانستان له بیارغونې څخه ملاتړ کړی دی. دا د ترهګرۍ ضد جګړې او ډیموکراسۍ په نوم د امریکا د پوځي شتون سره په اصل کې توپیر لري.

هره هڅه چې افغانستان جیوپولیټیک سیالۍ ته ټېل وهي، د افغانانو اساسي ګټو ته به زیان ورسوي. که امریکا په رېښتیا د افغانستان د راتلونکي په اړه فکر لري، نو د “چین ګواښ” ناسمه مفکوره دې پرېږدي، له افغانستان سره دې خپلې مرستې او ژمنې پوره کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې خلاصې کړي او دا هڅې دې نه کوي، چې چين په زور افغانستان ته راکش کړي او د افغانانو ټاټوبی دې د ازموينې لپاره نه کاروي.

 چین د افغانستان حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی لري او افغانستان ته د سرتیرو د لیږلو هیڅ اراده نلري. چین لیواله دی چې له افغانستان سره د خپلواک او دوامداره پرمختګ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او په دغه خاوره کې له امريکا سره د سیالۍ هیڅ اراده نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...