Homeخبرونهافریقا او نیوزلنډ؛ یو به هند سره پایلوبه کې مخ کېږي

افریقا او نیوزلنډ؛ یو به هند سره پایلوبه کې مخ کېږي

تاند 【چهارشنبه د کب ـ حوت ۱۵مه】د چمپینز ټرافۍ دوهمه نیمه پایلوبه د جنوبي افریقا او نیوزلنډ ترمنځ روانه ده.

له دوی څخه د نن ورځې د لوبې ګټونکې لوبډله به هند سره په پایلوبه مخامخ کېږي.

هند تېره شپه په یوه په زړه پورې لوبه کې اسټرالیا مات کړ او پایلوبې ته ووته.

تر دې ماتې وروسته د د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر سټیون سمېت له یو ورځنیو سیالیو څخه خپل تقاعد اعلان کړ.

سمېت پرون سې‌شنبه د اتلانو جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هند څخه له ماتې خوړولو وروسته دغه پرېکړه کوکړه.

۳۵ کلن سټیون سمېت په خپل ټول لوبیزه دور کې ۱۷۰ یو ورځنیو سیالیو کې ګډون کړی، چې په دې موده کې یې د ۱۲ سلیزو او ۳۵ نمیه سلیزو پرمټ ټولټال ۵ زره او ۸۰۰ منډې جوړې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...