تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۱۵مه】د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه غږیز پيغام کې ویلي چې، دوی له داعش وسله والې ډلې سره په مبارزه کې دي او دغه ډله هڅه کوي افغانستان نا امنه کړي.
مجاهد د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې یې ده چې، په ځينو هېوادونو کې داعش روزل کېږي.
نوموړی وایي له داعش ډلې باید په سیاسي او نورو موخو کې استفاده ونهشي.
مجاهد دغه څرګندونې، په پاکستان کې د کابل هوايي ډګر د ٢٠٢١ کال د برید د طراح د نیولو په غبرګون کې کړې دي.
د طالبانو ویاند که څه هم تازه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت پلوي رسنيو په ځلونو په خپلو راپورونو کې ویلي چې، پاکستان د داعش ملاتړی او تمویلوونکی دی.
په داسې حال کې چې پرون (سېشنبه د کب ۱۴مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپله لومړۍ وینا کې ویلي چې امریکا د پاکستان په همکارۍ یو ترهګر نیولی، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د کابل هوايي ډګر مخې ته مرګوني برید رهبري کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز له یوې رسنۍ سره په ځانګړو خبرو کې ویلي، چې داعش ډله د پاکستان د بلوچستان د مستونګ په سیمه کې د تربیې یو مرکز هم خلاص شوی، چې له دې مرکز څخه تمویل کوي او د پاکستان نظامیانو تر حمایې لاندې دی.
نوموړي زیاته کړې؛ داسې معلومیږي، چې دوی د داعش پدیده د خپلې وسیلي په ډول استفاده کوی.
درواغجنه ذبیح الله جعلی مجاهده ، د تاسو خیټورو قادیانیو او د داعش تر مینځ هیڅ توپیر نشته تاسی خیټور او د تاسی په شان داعش مکروبونه د افغان ملت تباهی لپاره پلانیز د ملی خائین خلیلزاد تر رهبری لاندی تربیه شوی یاستۍ !!!
دومره نرمه پالیسې دې هم ورکه شي. چې هیواد ورته معلوم وي او نوم یې نه شي اخیستلای.
هغه هېوادونه چه متعصب تروریسانو ته پټځایونه وذذکوی د لاندې تحقیقی سند پر بڼسټ د غرب بټ جاسوسی ملکونه دي:
https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749
خو واخله ولي یې نوم نه اخلې سوډره ؟ هغه ستاسي د اورند مینده کافرستان پنجابی ده . ولي ددوۍ د نومونو په اخیستلو د مرداروي ؟😡