تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۱۵مه】د تورخم په جګړه کې پاکستانیو ځواکونو افغان خبریالان پرنښه کړي.
د تورخم دروازې له بندیدو وروسته او د پاکستاني او افغان پوله ساتو له لورې پیل شوې نښته نن هم روانه وه.
د راپورونو له مخې؛ د دغې نښتې د تازه مرګ او ژوبلې په اړه بشپړ معلومات نشته؛ خو ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات کلتور ریاست ویاند رسنیو ته ویلي چې، دې افغان خبریالان ټپیان شوي دي.
دغه خبریالان نن د دغې نښتې د راپور لپاره تورخم ته ورغلي وه.
طالب چارواکو ویلي؛ خبریالان د پاکستان د توغول شوي هاوان مرمۍ پر چرو لګیدلي او ټپیان شوي دي.
د طالبانو سیمهییزو مسوولین ويلي، چې د ژوبل شویو خبریالانو وضعیت د ډاډ وړ دی او د لومړنی درملنې لپاره حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.
نن درېیم ځل دی چې په تورخم کې افغان او پاکستاني پوله ساتي په نښته دي.
دا ځای دي نښه وي که بیا یو وخت پاکستاني چارواکو دیریش یا څلویښت کاله وروسته ونه ویل چې زموږ او طالبانو تر منځ په تورځم کې جګړې به ددې له پاره کیدې چې طالبانو به په همدې پلمه سرحد ته وسلې او ټانګونه را وستل او بیا به له نښتې څو موده پس هغه ټانګونه پاکستان ته را واړول شول. او دا به هم ووايي چې طالبان زموږ خپل خلک وو. خود به یې ټانګونه او وسلې دې غاړې ته را اړول.