استاد په ټولګي کې
پر ښوونځیو تازه تازه د جنکو بهیر ور مات شوی و، ورځ په ورځ یې شمېره لوړېده، دا نو کال ۱۳۸۲ و. استاد شپون جلال آباد ته را پېښه کړې وه، له والي حاجي دین محمد کره دېره و، یوه ورځ یې را ته وویل:
ـ د جنکو یوه ښوونځي ته مې بوځه.
له ورځو نه یوه ورځ وه، د الايي لېسې پر وره مو پل کېښود، انګړ د ګڼو سپينو ټیکریو او تورو جامو له شور و ځوږه خوټېده، ښوونکې په چادریو کې پر انګړ راننوتې، چاردۍ یې له سره لرې کړې، په لویو لویو ټیکريو کې یې ټول مخ او ځان را نغاړلی و، یوازې دوه سترګې یې ښکارېدې، استاد شپون ما ته وروځې وغورځولې او لاندنۍ شونډه یې په څټ کړه:
ـ دا څه بلاګانې دي!؟ لعل پاچا ګورې!
ـ ګورم یې، خو بېلولی یې نشم.
ـ د چا پلار به یې یو له بله بېلې کړي.
ـ کېدای شي، خپله کورنۍ یې هم له غږه وپېژني!
ـ هو نو دا خو ټولې یو خېل دي.
ـ په غټوالي، نري والي او قد، قامت یې هم کېدای شي خپلې کورنۍ وپېژني.
ـ کېدای شي، خو موږ ته ناممکنه ده.
ـ ځه ښه دی چې له زندانه را ووتې، نورې خبرې به سپینږیري خلاصوینه
ـ له دې زندانه هم باید ووځي.
ـ اوس یې مه ښوروه، لا هم اسمان ورېځ ده.
ـ نه اوري، د ورېځې دې لاس را خلاص وي.
ـ لمر به را وخېږي، بیا به هر څه جوړ شي.
ـ بچیه! په دې تمه مه کېنئ چې اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي کڼاوې کڼاوې، سړی باید خپله هم لاس پکار شي.
دا وخت را سره یو ګوزڼ وهلی سپینږیری، هم ملګری و، ما استاد شپون ته وروځې وغورځولې، هغه سمدستي را ته وویل:
ـ دی هم لک لوغړن دی. سختې یې خوښېږي، خو…
له خو سره یې ور وکتل، سپینږیري په ږیره لاس راښکه، غټې غټې سترګې یې د مخ په کاسه کې وپړکولې، استاد یې پر ولي لاس کېښود:
ـ پیر جانه ستا غیبت مې کاوه.
د هغه په دې خبرو سر نه وخلاص شوی، همدومره یې ور ته وویل:
ـ ته خو باچا سړی یې، ستا غیبت هم خوږ لګي.
بیا یې شاوخوا انګړ ته وکتل، شکر یې وایست:
ـ چا په خوب کې هم دا شېبه نه لیده چې دا مکتب به دومره ډکېږي.
استاد څادر پر ولي تازه کړ او شونډو ته یې ښی لاس ونیو:
ـ لعل پاچا نه مې در ته ویل چې سړی ښکاري دی.
ـ استاده! همده ته ووایه چې لږ دا بندیزونه کم کړي.
استاد وروځې ببرې کړې:
ـ ته څه فکر کوې چې دده ګنې دا حالات خوښېږي، ته نه ګورې هغسې څو او ښکار کوي، لکه لېوه چې په رمه ګډ شوی وي.
زه او استاد پر ده غږېدو او دده سترګې په انګړ کې ښخې وې، استاد غلي را ته وویل:
ـ غوښه د هر چا خوښېږي، خو دده ورپسې دومی دی، ارمان چې ما غوندې بوډا نه وای!
ـ ته خو ځوان یې.
سر یې لاندې باندې وښوراوه او شونډو یې په غاښونو کې ټینګه ونیوه:
ـ دننه خوړین یم.
بیا یې سوړ اسویلی وایست:
ـ هی هی ځوانۍ
ـ استاده! ځواني دې پر زړه را وورېده.
ـ زه چې ځوان وم، دا بلا وهلې چېرته وې؟!
ـ ښه نو بیا خو دا په کور کې ښې دي.
کاږه یې راوکتل:
ـ هلکه! کله ناکله داسې اپلتې وایې چې د سړي د خولې خوند خراب کړې.
ـ خو کله ناکله هههههه
له دې خبرې سره وموسېد، قدم یې واخست:
ـ درځه چې مدیره صاحبې نه اجازه واخلو چې یوه ټولګي ته ننوځو.
ـ استاده! دلته ټولې انجونې دي، د هلکانو ښوونځي ته به لاړ شو.
پښه نیولی شو:
ـ د هلکانو خلک معلوم دي.
ـ خو دا خلک اوس نارینه بد مني.
ده سمدستي سپینږیري ته وکتل، هغه لا هم سترګو کې سترګې ښخې کړې وې، استاد له مجبوریته بیا ما ته راوکتل:
ـ دده خو بېړۍ غرقه ده، اوس ستا د خبرو له لاسه چا ته عرض وکړم.
ورو یې له لاسه ونیو، هغه یو دم ټوپ کړه:
ـ پیر جانه! ما ویل اوبه دې یونسي.
ـ اوبه چېرته دي.
ما ته یې را وکتل:
ـ اوبه اوس ور ته ته وښييه.
ـ که دا حال وي، اوبه به خپله وګوري.
هغه په سترګو کې بوخت و، زموږ په خبرو یې له سره غوږ نه ګراوه. استاد یې ترغوږه سمدستي د خوشحال بابا نیمه مسره تېره کړه:
هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه
موږ لا په انګړ کې سترګې نڅولې چې د اسرافېل شپېلۍ وغږېده، ښوونکیو زده کوونکې لکه چرګې خپلو کوټو ته کشې کړې. انګړ تک سپین شو، موږ پکې د سعدالله جان برق په وینا:
لکه ګل وي چا ټومبلی په ریښې ریښې پګړۍ کې
پر سپین میدان خړ مخونه پاتې شوو، استاد پر سپینږي غږ وکړ:
ـ پیرجانه! موږ پر سپین میدان تک سپین پاتې شوو، خو ستا بېخي بېړۍ غرقه شوه.
د هغه له سترګو سترګې پناه شوې وې، د زړه ستنې یې پسې کږې وې، زموږ خبرې پرې لکه د ټوپګ ډز لګېدې، ورو ورو د دوه پوړیزه ودانۍ په لوري روان شوو، لا مو پر پوړیو پل نه و ایښی، د لېسې مدیره چې د ننګرهار پوهنتون استاده هم وه، مخې ته راغله، دنګه تکه سپینه غاړه مخامخ ودرېده، سپینږیري ته یې وویل:
ـ له دفتره مې ولیدئ.
استاد ور ته وویل:
ـ ښه دی چې ودې لیدو او راغلې، ګنې د حاجي صاحب مبارک بېړۍ غرقه وه.
مدیرې ما ته راوکتل:
ـ دا استاد سعدالدین شپون دی او حاجي صاحب خو…
له خو سره یې وویل:
ـ حاجي صاحب خو زموږ مشر دی.
استاد د سپینږیري حاجي صاحب پر ولي لاس کېښود:
ـ ما خو داسې ګومان کاوه چې بېړۍ دې غرقه شوه، دا خو ساحل ته راووته.
هغه ور ته موسک شو:
ـ شپونه زموږ بېړۍ نه غرقېږي.
ـ پوهېږم چې لاس کې دی غمی وي، څه دې کمی وي. اوس خو ته د چارواکي د نغري بره ستن یې.
ـ ته خو هم ددې نغري یوه پیڅکه یې.
استاد ما ته راوکتل، پر مخ یې لاس راښکه:
ـ هلکه سړی په خبرو راغی.
ـ استاده! تاسې د یوې چرګۍ خلک یاستئ، سره ښه پوهېږئ.
مدیرې چې د استاد خندانه خولې او ټوکو ته وکتل نو ویې ویل:
ـ استاد مې تل له امریکا غږ نه اورېده، خوږ غږېږي.
استاد لاس ور نږدې کړ، مدیرې ترې ځان را ټول کړ:
ـ خوږ غږېږم، خو کاش مخامخ دې نه وای لیدلی.
ـ خوشبخته یم چې مخامخ مې ولیدې.
استاد سینه را وایسته:
ـ سخته پښیمانه به شې.
مدیرې وخندل:
ـ ځان نېکمرغه بولم.
ـ ښه بوله یې چې بولې.
را ته مخکې شوه، په دویم پوړ کې یې ادارې ته وبللو. سمدستي یې پیالې له چایو ډکې کړې، استاد د مدیرې د دفتر پر دیوالونو او څوکیو سترګې وڅورلولې، اخر راغلې راغلې او پر چادریو ودرېدې. ما ته یې باڼه را پورته کړه، سر یې لاندې باندې وښوراوه. بیا یې د چایو پیاله په رپېدلو ګوتو پورته کړه، یو غړپ یې وکړ:
ـ مدیرې صاحبې! ته ښه یې یوازې دې سترګې نه ښکاري، مخ دې هم ښکاري.
مدیرې وخندل:
ـ څه وکړو استاده! دا خو ددې وطن دود دی.
بیا یې چادریو ته ګوته ونیوه:
ـ هغه څه بلاګانې دي؟
مدیرې خولې ته لاس ونیو او وشړپېده:
ـ چادرۍ دي.
ـ په دې څه کوئ.
ـ دا په سر وو.
ـ که په سر یې نکړئ بیا.
له بیا سره مدیره کږه وږه شوه، مخ یې واړاوه، استاد دا وخت سپینږیري حاجي ته وکتل، هغه لکه ګونګي رډ رډ ور وکتل، زما پښې ورېږدېدې، جهادي سپينږیري ته داسې خبرې؟ خو د استاد اروا پرې لا له سره خبره هم نه وه، دا ښه وو چې د استاد ورسره چرګۍ شریکه وه، په خوی بوی او ایمان یې پوهېده، موږ غوندې ناجهادي خلکو دا خبرې کول خو یې پرېږده چې غوږ مو هم پرې ګرولی نشو، ددې خبرو توره همدې استاد سره وه، د هغه له سره دا په خوا و خاطر کې هم نه وه چې دی د یوې جهادي کورنۍ له مشر سره تروسګونې خبرې کوي، استاد چې زما غړنده حالت ته وکتل، نو را ته یې وویل:
ـ بچیه زه دا خلک پېژنم او بیا په تېره حاجي دین مخمد (محمد) او دا نور یې، ته ډاډه اوسه.
ـ چې ډاډه یې، نو بیا خو همده ته ووایه چې یو څه بدلون راولي.
استاد پوزه راښکله او په ملايي نثر یې را ته وویل:
ـ هېڅکله به و نه کړي دوی دا، لپاره د نورو، تا ته دې وویل شي چې دوی ته رسېږي، د نورو پرې څه غم و پروا
هغه حسن حسن مه ګڼه چې عام شي.
دوی حسن نه عاموي، همدومره بس دی چې وشي پر ددې خورانو چاره او چاره ګۍ.
دې خبرې سره کوږ اوږ وشو، مدیرې د استاد په طبع پورې چېلک واچاوه:
ـ استاده! دا افغاني ټولنه ده، اوس پکې چادري عام ده.
استاد څټ وګراوه:
ـ پوهېږم چې افغاني ټولنه ده، خو دا شی افغاني نه دی.
ـ اوس خو عام دی.
ـ یوازې تا ته عام دی، نورو ته نه.
ـ اوس یې ټولې ښځې په سروي.
ـ په سروي به یې، خو افغاني نه دی.
ـ دا اوس زموږ فرهنګ ګرځېدلی دی.
استاد ور ته وویل:
ـ دا زموږ فرهنګ نه و او نه دی.
له ځمکې غږ را خوت، خو د سپینږیري حاجي له سترګو ښکالو هم نه راوته، یوازې په سترګو کې ورک و. استاد ما ته وویل:
ـ دا حاجي زما له طبع هم یو ګز وړاندې دی.
مدیرې خپل خلک پوه کړي وو چې یو ټولګی برابر کړي، استاد یې ټولګي ته وبللو، موږ ورسره لکه دپیربابا بالکیان ښي او کيڼ لاس ته روان وو. استاد چې ټولګي کې ودرېد، نو جنکو ته کوږ اوږ شو:
ـ دا څوم ټولګی دی؟
په مخکۍ څوکۍ کې ناستې یوې جنۍ چې تورې جامې یې پر تن او پوزه یې په ټیکري کې پټه کړه، استاد ته وویل:
ـ لسم ټولګی دی.
استاد ور وړاندې شو:
ـ وا مې نه ورېدل.
ـ لسم ټولګی دی.
ـ یو خو دې غږ ټیټ دی، بل دې پوزې ته کوری اچولی، ښه به یې ترې واورم.
هغې غږ لوړ کړ:
ـ لسم ټولګی.
استاد ور ته وویل:
ـ کوپر کېږي چې دا کوری دې له خولې لرې کړې؟
جنۍ ځمکې ته وکتل:
ـ تا ته وایم شاباس.
هغې له ځمکې سترګې نه را پورته کولې. مدیرې ور ته وویل:
ـ لسم ټولګی دی.
استاد ور ته وویل:
ـ ما خو مدیره صاحبې له تا نه پوښتنه نه ده کړې، له هغې نه مې کړې ده، پرېږده چې هغه یې ځواب کړي.
ـ هغه شرمېږي.
ـ نو ته ولې نه شرمېږې؟
مدیرې خولې ته لاس ونیو او ما ته یې را وکتل. ما ور ته باڼه ورپول، مدیرې وخندل.
ـ استاده! دې بیچاره ګۍ خو تا ته څو ځلې وویلې، خو …
ـ ته ولې دې ته بېچاره ګۍ وایې. دا خو ایمان لري.
دې خبرې سره یې سپینږیري حاجي صاحب ته وکتل:
ـ ستا په طبع مې روغه او په شرعه برابره خبره وکړه.
هغه موسک شو، ما ته یې وویل:
ـ ودې لیدل چې حاجي مې وخنداوه.
د ټولګي ټولو زده کوونکیو استاد ته کتل، یو اشنا سړی ور ته برېښېده، مدیرې خوله دې ته جوړه کړه چې استاد ټولو ته ور وپېژني، خو استاد یې د خبرو لړ پرې کړ:
ـ و مدیر صاحبې! ته دا شاګردان ما ته پرېږده، زه له دوی سره په ژبه پوهېږم، دوی به خپله ما وپېژني، دا لعل پاچا وايي چې:
هله به خبر شې چې تارو جبې ور شې.
بیا یې ما ته را وکتل:
هلکه دا خو ته کله داسې هم وایې:
هله به خبر شې چې تالو ژبې له ورشي.
شاګردانو پسپی شروع کړ، یوې ګوته پور ته کړه، استاد ور ته وویل:
ـ څه وایې؟
ـ پوښتنه وکړم.
ـ سخته پوښتنه و نه کړې، زه خو بې علمه او بې عمله یمه.
ـ زما پوښتنه دا ده چې…
له چې وروسته لږه ټکنۍ شوه، استاد پرې غږ وکړ:
ـ وایه خبره دې خوله کې مه ژوه.
هغې د استاد سترګو ته وکتل، استاد بیا ور ته وویل:
ـ پوښتنه دې ډاډه وکړه، خو ګوره غیر شرعي پوښتنه و نه کړې.
جنۍ په ملا کږه وږه شوه:
ـ تاسې استاد شپون یاستئ.
ـ څه پوهه شوې.
ـ له غږه دې پوهه شوم.
ـ څنګه؟
ـ امریکا غږ کې مې ستا غږ اورېدی.
استاد ما ته ګوته ونیوه:
ـ هغه خو دغه پړسېدلی هلک دی. لعل پاچا ازمون نومېږي، دا هم کمه بلا نه ده.
جنۍ ور ته وویل:
ـ دی پېژنم.
استاد ور ته وویل:
ـ امریکا غږ خو اوس ده په اجاره کړی دی.
ـ ستا غږ مې هم پکې اورېدی دی.
ـ څنګه دې اورېدی؟
ـ له سپوږمۍ سره مې اورېدی دی.
ـ سپوږمۍ خو اسمان کې ده.
جنۍ ورو ورو په خبرو راغله:
ـ سیوری یې پر ځمکه ګرځي.
ـ نو زما یې ورسره څه؟
ـ تا ورسره لیکونه لوستل.
استاد ورو سپینږیري حاجي ته وکتل:
ـ څومره ډېر جهاد دې وکړ خو غیر له خپلې کورنۍ نور چا و نه پېژندې، د تره لور ته دې بیا ووایه چې شپون د ښوونځي شاګردانو هم پېژانده.
جنکو د استاد خبرو ته خندل، د سپوږمۍ پوښتنه یې ترې وکړه:
ـ هغه د امریکا په اسمان کې ده او زه کمبخت له ډېرې بې وسۍ او بې کسۍ له دې حاجي او لعل پاچا سره ګرځم.
ـ نو هغه دې څه کړه؟
ـ هغه خپل کور او خپل اور لري.
ـ ولې…
ـ ولې نه غواړي، هغه او زه په راډیو کې همکاران یو.
ـ نو هغه رانغله.
ـ نه.
جنۍ را ټوله شوه، استاد یې خولې ته توبره ور واچوله:
ـ اوس خو دا توبرې په سروئ او خولې ته کوری اچوئ، ځکه …
دې وخت کې یې سپینږیري حاجي ته وکتل:
ـ دا حاجي مو نه پرېږدي، سره له دې چې دده د تره لور زما مېرمنه ده او هغه لوڅ مخ په کوپري وطن کې کار کوي، خو دی دلته پر تاسې کوری اچوي.
سپینږیري حاجي ور ته وخندل، استاد بیا ور ته ګوته ونیوه:
ـ په خندا یې مه تېروځئ، دی ټوپک ګرځوي.
هغه ور ته وویل:
ـ ما چېرته ټوپک ګرځولی؟
استاد ما ته را وکتل:
ـ والکه بیا ته امریکا غږ کې و نه وایې چې له شپون سره ټوپکي ګرځېده او ټوپک سالاران غواړي، هغه دې خپله وايي چې ما چېرته ټوپک ګرځاوه.
بیا یې هغه ته مخ واړاوه:
ـ دا ټولې خبرې دغه لعل پاچا ما ته کړي چې دوی ټوپکسالاران دي.
دې خبرې سره یې خپله ډېر وخندل او زده کوونکیو ته یې وکتل:
ـ پرېږده چې په بلا یې واړوم.
بیا یې زده کوونکیو ته مخ واړاوه:
ـ ښه شاباس تاسې څه لولئ؟
ـ کتابونه.
ـ کوم کتابونه؟
ـ ډېر دي.
ـ ټول کتابونه ولولئ، خو ګورئ چې د زیار او صمیم کتاب و نه لولئ.
هغوی یو بل ته وکتل، استاد ور ته وویل:
ـ هغه د پیریانو په ژبه دي. تاسې یې لوستی هم نشئ.
بیا یې ور ته خپلې مور ته لیکل شوی نظم په ډېره مینه ولوست. د مدیرې ډېر خوښ شو، دستي یې ترې غوښتنه وکړه چې ور یې کړي، استاد ور ته وویل:
ـ دا به په کمپیوټر کې پر چا ولیکم. بیا به یې در ته راولېږم.
ما ته یې را وکتل:
ـ دې لعل پاچا ته مه ګورئ، دده کمپیوټر نه دی زده. دی هلته په بي بي سي کې یو کس ناست دی، محک نومېږي، د هغه په څېر دی، وايي چې زه شعر او داستان په کمپیوټر کې نه لیکم، بیا مې تخیل نه را پارېږي. راشه که یې ګورې. نو د لعل پاچا هم بیا تخیل نه راپارېږي.
زده کوونکي ټول د استاد خبرو ته غوږ غوږ وو، خولې یې نه راټولېدې. په وروستیو کې استاد ور ته وویل:
ـ بچیانو! هر وخت کتاب لولئ او لیک کوئ. خپلې کیسې او د میندو له خولې خبرې ولیکئ. سبقونه ولولئ چې لویې لویې ښځې شئ او له دې مدیرې نه هم سترې شئ چې بل ځل راځم، بیا تاسې مدیرانې او والیانې اوسئ، کامیابه اوسئ، د خدای پامان.
ټول زده کوونکیو په استاد پسې ورمېږونه کاږه کړه، ضرور به یې په زړونو کې ویلي وي چې:
ـ هی کاش چې استاد تل له موږ سره دلته وای او دده له خولې نه مو ډېر څه اورېدي او زده کړي وای، څومره خوږ انسان و. داسې انسانان د ګوتو په شمار دي.

یو شپون او یو پښتون ملا، ورسره یو څو یاران!|دوکتور لعل پاچا ازمون – تاند