تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) د ترکیې او پيکېکې ترمنځ شخړه، چې په پیل کې د یو خپلواک کورد دولت د جوړولو لپاره پیل شوې وه، له ۱۹۸۴ کال راهیسې د لسګونو زرو کسانو د وژل کېدو سبب شوې ده.
په ترکیه کې د پي کې کې یا د کوردستان د کارګرانو ګوند له ۴۰ کلنې وسله والې مبارزې وروسته هغه مهال اوربند اعلان کړ چې د دوی بندي مشر له خپلو ملګرو وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کېږدي.
د کوردستان د کارګرانو ګوند (PKK) اعلامیه د “فرات خبري اژانس” له خوا خپره شوې، چې د دې ډلې نژدې رسنۍ بلل کېږي.
دې ډلې، چې عبدالله اوجالان ته اشاره کوله—هغه کس چې له ۱۹۹۹ راهیسې د ترکیې په بند کې دی—ویلي:«موږ له نن څخه اوربند اعلانوو، څو د مشر آپو د سولې او ډیموکراتیکې ټولنې د غوښتنې د تطبیق لپاره لاره هواره کړو. زموږ هېڅ ځواک به تر هغه وخته وسله نه پورته کوي، ترڅو چې برید ورباندې و نه شي.»
د PKK دا اعلان په سیمه کې له لوی بدلون وروسته وکړ، چې په نتیجه کې یې د ترکیې په ګاونډي هیواد سوریې کې د اسد د کورنۍ واک له لسیزو وروسته پای ته ورسید، په لبنان کې حزبالله کمزوری شو، او د اسراییل-حماس د جګړې له کبله غزې په کنډواله بدله شوه.
د ترکیې او PKK ترمنځ شخړې، چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې روانې دي، د لسګونو زرو کسانو ژوند اخیستی.
په لومړي سر کې یې هدف د خپلواک کوردستان هیواد جوړول و، خو وروسته دا غوښتنه زیاتې کورواکۍ ته بدله شوه.
د یوه خپلواک کورد دولت له جوړېدو سره نه یوازې ترکیه بلکې ایران، عراق او سوریه هم مخالفت کوي ځکه چې دا څلور واړه کورد اقلیتونه لري او کابو ټول د خپلواکۍ او یوه واحد دولت غوښتونکي دي.
د شنبې د ورځې اوربند د ۲۰۱۵ کال له دوبي راهیسې، کله چې د انقرې او PKK ترمنځ د سولې خبرې ناکامې شوې، د پرمختګ لومړنۍ نښه بلل کېږي.
د فشار کمپاین
د پنجشنبې په ورځ، د کورد سیاستوالو یوه پلاوي اعلان وکړ چې اوجالان له PKK څخه غوښتي، څو خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او ګوند منحل کړي، کورد سیاستوالو دا اعلان ووروسته له دې وکړ چې له اوجالان سره په زندان کې له کې وکتل.
په خپله اعلامیه کې، د PKK اجرائیه کمېټې وویل چې د اوجالان غوښتنه دا ښيي، چې «په کوردستان او منځني ختیځ کې یو نوی تاریخي بهیر پیل شوی دی.»
اوجالان په خپل پیغام کې ټینګار کړی و، چې د ګوند د انحلال او وسلو پر ځمکه کېښودو وروستۍ پرېکړه باید د PKK له لوري په یوه کانګریس کې وشي؛ داسې موضوع چې ښايي هیڅکله عملي نه شي.
که څه هم چې ډېری کورد جریانونه لا هم ۷۶ کلن اوجالان خپل مشر بولي، خو له اوسني وضعیت څخه یو ډول برداشت نه لري. سینم عبدالله، چې په امریکا کې مېشته د سوریې د دیموکراتیکې جرګې (MSD) استازې ده، دا پیغام د “سولې نښه” بولي او باور لري چې دا بدلون به نه یوازې پر ترکیه، بلکې د ټولې سیمې، په ځانګړي ډول روژاوا باندې اغېز ولري.
خو ډېر شنونکي خوشبین نه دي او باور لري، چې هم د ترکیې د دولت دننه او هم د کوردانو په منځ کې داسې ځواکونه شته، چې د سولې د عملي کېدو مخه نیسي او دا بهیر به لا پسې پیچلی کړي.
پي کې کې په ۱۹۷۸ کال کې رامنځته شو، هغه مهال چې اوجالان وتوانېد خپل همفکران راټول کړي. دا ډله د مارکسیستي-لنینیستي عقیدې پر بنسټ مخته تلله، خو د دوی اساسي مسله د ترکیې د کوردانو پر وړاندې تبعیضي وضعیت و.
دوی د کوردانو د سیاسي محدودیتونو، د هویت له پامه غورځولو او د کورد مېشتو سیمو د نه پرمختګ پر ضد غږ پورته کول و.