تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) مصري چارواکو د یوې نوې او بېساري لرغونې خزانې د موندلو خبر ورکړی، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ ده.
د مصر د ګرځندوی او لرغونو آثارو وزارت د دې ارزښتناکې موندنې جزییات اعلان کړي، چې پکې د سروزرو کړۍ، والۍ، غاړهکۍ او نورې ګاڼې شاملې دي، چې د شپږویشتمې واکمنۍ په دورې پورې اړه لري او د اقصر د کرنک په معبدونو کې موندل شوې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا کشف د مصر او فرانسې د لرغونپېژندنې ګډ پلاوي کړی دی، چې د شپږویشتمې واکمنۍ د پیل په پړاو پورې تړاو لري. دغه کشف د کرنک معبدونو په شمال لوېدیځه برخه کې د کیندنو په ترڅ کې شوی.
طلايي او فلزي حلقې
د مصر د لرغونو اثارو د عالي شورا سرمنشي ډاکټر محمداسماعیل خالد، ټینګار وکړ چې دا کشف به د کرنک معبدونو او د هغو د تاریخي تحولاتو د لا ښه درک او پېژندنې لپاره مهم وي.
هغه زیاته کړه، موندل شوې ګاڼې په یو کوچني کولالي لوښي کې وموندل شوې، چې مات شوی و، خو په سالم حالت کې پاتې دی. ټولې برخي یې د ساتنې له پلوه په غوره وضعیت کې دي.
د مصر د لرغونو آثارو رئیس محمد عبدالبدیع، هم وضاحت ورکړ چې دغه مجموعه د طلايي او فلزي حلقې، وړې طلایي والۍ، غاړهکۍ د مصر د لرغونو خدایانو آمون، موت او خونسو یوه درېګونې مجسمه، یو فلزي سنجاق، حیواني شکل لرونکي لاکونه او یو شمېر مرۍ شاملې دي، چې ځینې یې په سروزرو پوښل شوي دي.
د اقصر د لرغونو آثارو عمومي رئیس او د مصر له لوري د لرغونپېژندنې د پلاوي مشر ډاکټر عبدالغفار وجدي، وویل چې دا هیئت اوس مهال د دې آثارو په ترمیم او مستند کولو بوخت دی او دا لرغوني توکي به ډېر ژر د نندارې لپاره اقصر موزیم ته یووړل شي.
سائیسي واکمني
د فرانسې له لوري د لرغونپېژندونکي هیئت مشر جرمي هورډان، وویل چې د څېړنو ټیم لا هم د کرنک معبد په شمالي سیمه کې خپلې څېړنې ته دوام ورکوي، هلته چې د شپږویشتمې واکمنۍ په پیل پورې تړلي څو لوی خټین جوړښتونه موندل شوي دي. هغه وویل، دا امکان شته چې دا ودانۍ د کرنک معبد یا نورو مذهبي ځایونو لپاره د کارځایونو یا ګودامونو په توګه کارېدلې وي.
د یادولو وړ ده چې د شپږویشتمې واکمنۍ یا سائیسي دوره، د مصر په تاریخ کې نهه پاچاهان درلودل، چې لومړی یې “ستفیناتس” او وروستی یې “درېیم پساماتیکوس” و. دا واکمني له ۳۸۰ میلادمخکې څخه تر ۵۲۶ میلادمخکې پورې د مصر پر تخت پاتې شوې وه.