Homeخبرونهسرچینې؛ د تورخم دروازې د پرانیستو هوکړه شوې، نن به پرانیستل شي

سرچینې؛ د تورخم دروازې د پرانیستو هوکړه شوې، نن به پرانیستل شي

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۱۲مه】ټاکل شوې د تورخم دروازه نن له ۸ ورځو تړل کېدو وروسته پرانېستل شي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې یوه غړي رسنیو ته ویلي، چې ټاکل شوې تورخم نن د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانېستل شي.

د سرچینې په وینا د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ په همدې تړاو مذاکرات شوي او هوکړه هم شوې ده.

دا چې په کوم ډول هوکړه شوې تر اوسه یې په اړه نور جزیات ندي خپاره شوي.

څو ورځې وړاندې هم د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې شوې وې، خو بې پایلې وو.

د تورخم دروازه اته ورځې وړاندې پاکستاني لوري هغه مهال وتړله، چې طالبانو غوښتل فرضي کرښې ته څېرمه تاسیسات جوړ کړي، خو هغوی یې په غبرګون کې دروازه وتړله.

افغان سوداګرو وايي، میلیونونه افغانۍ زیان ور اوښتی.

تر دې وړاندې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولانو د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل کېدا د سوداګرۍ او نړیوالو قوانینو سرغړونه وبلله او زیاته یې کړه چې ، د تورخم دروازې تړل کېده د افغانستان خصوصي سکتور ته هره ورځ ۵۰۰ زره ډالر زیان ورسوي.

تورخم په ننګرهار ولایت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، چې هره ورځ سلګونه بار وړونکي لارۍ او زرګونه خلک ترې تیریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...