جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد تورخم دروازې بندېدا؛ هره ورځ افغان خصوصي سکتور۵۰۰ زره ډالر زیان...

د تورخم دروازې بندېدا؛ هره ورځ افغان خصوصي سکتور۵۰۰ زره ډالر زیان ویني

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۱۲】د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وایي، د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل کېدا د سوداګرۍ او نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

سرچینه زیاتوي چې، د تورخم پولې تړل به د افغانستان خصوصي سکتور ته هره ورځ ۵۰۰ زره ډالر زیان ورسوي.

تورخم په ننګرهار ولایت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، چې هره ورځ سلګونه بار وړونکي لارۍ او زرګونه خلک ترې تیریږي.

پاکستاني رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې، د تورخم د لارې د تړلو له امله، چې یو له خورا مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، په تیرو څلورو ورځو کې شاوخوا ۱۲ ملیون ډالر زیان اوښتی دی.

د یادونې ده چې، د دروازې تړل کېدو د مالي زیانونو سربیره، د پولې دواړو غاړو ته په زرګونو مسافر او ناروغان هم بند پاتې دي.

کابوه یوه اونۍ کېږي چې، د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د سیاسي کړکیچ له امله تړل شوې او د وروستیو معلوماتو له مخې دواړه غاړه د تیارسی په حال کې دي.

1 COMMENT

  1. د ځینو معلومات په اساس د پاکستان پوځ د دواړه طرفه تجارانو د اتحادی رئیسانو غوښتنه کړی چې پاکستان پوځ ته به ۷ میلیارده کالداری را کوی که نه دا دروازه به همداسې بنده وی مګر د پاکستان د تجارانو مشر ورسره منلی خو افغان تجارانو مشر ورسره بحث روان کړی کیداي ځکه هر ورځ په هر موټر ۵۰۰ زره ډالر زیان ویني مطلب که دا ډالر د ورځو په تعداد کې ضرب کړو زیات تاوان رسیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...