آیا پوهیږۍ چې د لومړني پوهنتون بنسټګره یوه مسلمانه میرمن وه؟ آیا خبر یاست چې لومړنې پوهنتون چېرته او څه وخت رامنځ ته شو؟
په ټوله نړۍ کې له پیړیو راهیسي زده کوونکو کوښښ کړی دی چې خپله علمي کچه لوړه کړي او له زده کړو خوند واخلي.
په افغانستان کې نېږدې سل کاله د مخه، د لوړو زده کړو بنسټ په کابل پوهنتون کې د طب پوهنځي په تاسیس سره کیښودل شو، چې په یوه بله لیکنه کې به ورباندې پوره خبرې وکړم، په داسی حال کې چې په نړۍ کې ځنې پوهنتونونه له زرو کلونو ډیره سابقه لري او ډیر پخوا رامنځ ته شوی دي.
په زړه پورې خبره داده چې، د لوړو زده کړو لومړني بنسټونه په اسلامي هیوادونو کې کیښودل شوی دي، زده کړې یې هم زیاتره اسلام پوهنه او اسلامي علوم و.
تر ټولو زیات د پام وړ ټکې دادې چې د لومړني پوهنتون بنسټګره هم یوه مسلمانه میرمن وه.
راځئ چې دلته په لنډه توګه، د نړۍ تر ټولو زاړه یا لومړني ۵ پوهنتونونه وپیژنو:
۱- د کاروين پوهنتون، University of Karueeinد مراکش په هیواد کې:
دا پوهنتون چې د ‘القراوین’ یا ‘قراویین’ په بڼه هم لیکل شوی دی. د مراکش په فاز کې په ۸۵۹ میلادي کال کې رامنځ ته شوی دی او په نړۍ کې تر ټولو زوړ یا لومړنې پوهنتون دی.
ویل کیږي چې نوموړی پوهنتون د یوه پوه او شتمن سوداګر د لور فاطمه الفهري لخوا تاسیس شوی دی. هغه یوه مذهبي میرمن وه او پریکړه یې وکړه چې د خپل پلار له میراثه د یو لوی جومات په جوړولو کې کار واخلي. د جومات شاوخوا تعلیمي ودانۍ یا ‘مدرسې’ جوړې شوې وې او زیاتره په کې د قرآن کریم تدریس ترسره کیده. دی مدرسو بیا وروسته د پوهنتون بنسټ جوړ کړ، چې په کې د عربي ادبیاتو او قانون زده کړې هم ترسره کیدلې. همدلته د نړۍ تر ټولو پخوانې یا زوړ کتابتون هم شتون لري.
۲- د الازهر پوهنتون Al-Azhar University د مصر په هیواد کې:
د مصر په قاهره کې د الازهر پوهنتون د ۹۷۵ او ۹۸۸ میلادي کلونو ترمنځ رامنځ ته شوی دی. دا هم په پیل کې یو مذهبي بنسټ یا اینستیتوت و، چې د یوه لوی جومات (چې په 971 کې جوړ شوی و) لرونکې هم و.
اوس هم په نوموړي پوهنتون کې د قرآن کریم او نورو اسلامي علومو زده کړی دوام لري. پر دې سربېره په کې د طبې علومو، سوداګرۍ او ټکنالوژۍ تدریس هم ترسره کیږي. په نوموړي پوهنتون کې د نارینه وو او ښځو لپاره د زده کړو ټولګي جلا او سره بیل دي.
۳- د بولونیا پوهنتون Università di Bologna د ایټالیې په هیواد کې:
په اروپا کې تر ټولو زوړ پوهنتون د ایټالیا په بولونیا کې دی. دا په ۱۰۸۸ میلادي کال کې تاسیس شوی دی او ځنې مشهور فارغ التحصیلان هم لري. لکه د ساري په توګه، جرمني ستورپېژندونکې(نیکولاس کوپرنیکس) چې په پنځلسمه پیړۍ کې یې دلته زده کړې کړي دي.
همدارنګه ( لورا باسي) هم په اتلسمه پیړۍ کې له دې ځایه فارغه شوی ده. هغه په نړۍ کې لومړنۍ ښځه وه چې علمي څوکۍ یی لرله.
۴ – د پاریس پوهنتون، Université de Parisد فرانسې په هیواد کې:
په فرانسه کې پوهنتون شاوخوا ۱۱۵۰ میلادي کال کې رامنځ ته شوی دی. دا په لومړیو وختو کې یو کلیسایي ښوونځی او د نوټر دام د عبادت ځای اړوند یوه عالي لیسه وه.
په ۱۲۵۷ میلادي کال کې، پادری رابرټ لی سوربون د دیني عیسوي زده کړو لپاره یو جلا پوهنځی، د لا کالج سوربون په نوم رامنځ ته کړ. خو په حیرانوونکې توګه، د وخت په تیریدو سره د پاریس ټول پوهنتون د همدې پوهنځي ‘لا سوربون’ په نوم ونومول شو.
د ۱۹۶۸ کال په می میاشت کې، په لا سوربون کې د محصلینو لوی لاریونونه پیل شول. له نوموړو بلواوو وروسته، د پاریس پوهنتون په دیارلسو څانګو ووېشل شو او په ټول ښار کې خپور شو.
۵- د اکسفورډ پوهنتون Oxford University، د انګلستان په هیواد کې:
د اکسفورډ پوهنتون په رسمي توګه په ۱۱۶۷ عیسوي یا میلادي کال کې په انګلستان کې تاسیس شو، که څه هم هلته له ۱۰۹۶ کال راهیسې درس ورکول کیده.
د انګلستان پاچا دوهم هینري دا پوهنتون رامنځ ته کړی دی. خو هغه د فرانسې له پاچا اووم لوئس سره په کړکېچ یا شخړه کې و. هینري خپل زده کوونکي په پاریس کې له زده کړو منع کړل او همدلته یې په تدریس پیل وکړ. له بده مرغه، د اکسفورډ اوسیدونکو کلیوالو کله کله دلته له نویو زده کونکو سره دښمني کوله. په ۱۲۰۹ میلادي کال کې فضا دومره ترخه شوه چې، د زده کونکو یوه ډله د کیمبرج ښار ته وتښتېده. هلته یې د ځانونو لپاره یو پروفیسور یا ښوونکې وګماره. ډېر ژر همدلته نور زده کوونکي هم راغلل، او په ۱۲۲۶ کال کې یو بل مشهور انګلیسي پوهنتون د کیمبرج پوهنتون په نوم جوړ یا رامنځ ته شو.
په ځنو نورو اروپایې هیوادونو کې هم ډیر مشهور او پخواني پوهنتونونه شته دي.
د لایډن پوهنتون په هالنډ کې لومړنی پوهنتون یا پخوانې پوهنتون دی چې په ۱۵۷۵ میلادي کال کې تاسیس شوی دی.
پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
01-03-2025/ هالنډ
سرچینه: https://www.quest.nl
د فرانسې په هېواد کې
د جرمني په هېواد کې
د انګلستان په هېواد کې
فرانسه، انګلستان او جرمني خو هسې هم د هېوادونو نومونه دي، د هېواد لفظ ته په څه کې څه اړتیا؟ د دې مثال داسې دی لکه څوک چې وایي
سید عالم انسان
ګل اغا انسان
زر ولي انسان
معمولا د هېوادونو خپل نومونه یادېږي او که یې د رسمي بڼې ذکر ته ضرورت وي بیا مثلا د جرمني فدرالي جمهوریت، د فرانسې جمهوریت، د انګلستان (برتانیا) شاهي دولت…
قدرمن جمال صاحب سلامونه مو ومنه بیخی دی سم لیکلی دی دا خبره مو زیاته یاده کپه خو بیا هم اصلاح ونه شوه خدای وکی دا وار توجه ورته وشی . مننه