Homeخبرونهحامد الحق خاورو ته وسپارل شو، ورور یې رشیدالحق د حقانیه مدرسې...

حامد الحق خاورو ته وسپارل شو، ورور یې رشیدالحق د حقانیه مدرسې مرستیال وټاکل شو

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۱ مه) رشید الحق، د خپل ورور حامد الحق تر وژل کېدو وروسته، د حقانیه دارالعلوم د نوي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

دا پرېکړه د حامدالحق د جنازې د مراسمو پر مهال اعلان شوه، چې د اکوړې خټک په حقانیه دارالعلوم کې د زرګونو پلویانو په حضور کې وشوه.

د پاکستان د ایکسپریس نیوز د راپور له مخې، د حقانیه کورنۍ استازي عرفان‌الحق او د دارالعلوم غړو دا ټاکنه د پراخې غونډې په وړاندې تایید کړه او اعلان یې وکړ چې دا پرېکړه د اجماع او اتفاق له مخې شوې ده.

نوموړي همداراز د عبدالحق ثاني د سیاسي ځایناستي په توګه ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې د حقانیه کورنۍ به د «اسلامي عدالت او رفاه» لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

مولانا رشید الحق په خپله وینا کې وویل: «دا هېواد زموږ دی، او زموږ نیکونو د دې د ساتلو لپاره خپلې سرښندنې کړي دي.»

په دغو مراسمو کې، مولانا عبدالحق ثاني هم وینا وکړه او ویې ویل چې د حقانیه کورنۍ «هیڅکله د حق لاره نه پرېږدي» او «له ګواښونو او بریدونو څخه به منحرف نه شي.»

هغه زیاته کړه: «تر هغه چې د حقانیه کورنۍ یو غړی هم ژوندی وي، موږ به د مولانا سمیع الحق ماموریت ته دوام ورکړو او هیڅکله به د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې معامله ونه کړو.»

د حامدالحق حقاني سیاسي ځایناستي، د خپل پلار د جنازې مراسمو ته په وینا کې ژمنه وکړه چې په پاکستان کې به اسلامي نظام نافذ کړي.

هغه د زرګونو پلویانو په وړاندې اعلان وکړ: «موږ به په پاکستان کې اسلامي نظام نافذ کړو. پاکستان د چا شخصي ملکیت نه دی؛ دا پاکستان زموږ دی. موږ به د خپلو شهیدانو د وینې بدل واخلو.»

د جنازې تر پای ته رسېدو وروسته، مولانا حمید الحق په حقانیه دارالعلوم کې د خپل پلار، مولانا سمیع الحق د قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. دا مراسم په پېښور کې د طالبانو د سرقنسول په شمول د ګڼ شمېر خلکو په حضور کې ترسره شول.

د جمعې په ورځ په حقانیه دارالعلوم کې د ځانمرګي برید په نتیجه کې د حامد الحق حقاني په ګډون پنځه کسان ووژل شول.

داعش ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

3 COMMENTS

  1. د دې کثافاتو مردارېدل سخته خوند کوي. الله پاک رب العزت دې همدا ټول طفیلي جراثیم دَ ځمکي له منځه نیست او ڼابودکړي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...