Homeخبرونهاقتصادي خبرونههره ورځ تر ۲ زره ډېر باري موټرونه د افغانستان او ایران...

هره ورځ تر ۲ زره ډېر باري موټرونه د افغانستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوي

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۱ مه) د ایران د سوداګرۍ یو چارواکی وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ هره ورځ تر ۲ زره ډېر باري موټرونه سوداګري مالونه لېږدوي، چې دا د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو د ساده او چټک صدور اړتیا روښانه کوي.

محمد عماتې، چې د رضوي خراسان ولایت د سوداګرۍ خونې د مشرتابه پلاوي غړی دی، د سوداګرۍ د بهرني ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل: «د بهرنیو چارو وزارت استازي باید د ایراني اتباعو او سوداګرو فعال ملاتړ وکړي.»

 د ایران د دولتي راډیو او ټلوېزیون (IRIB) د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړه چې رضوي خراسان د ایران په سیمه‌ییز تجارت کې مهم رول لري، ځکه چې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د سړک له لارې ۸۰ سلنه صادرات د همدې ولایت د ترانسپورټي شرکتونو په وسیله کېږي. له ۱۰,۰۰۰ څخه زیات موټرونه د دې سیمې د نړیوال ترانسپورټ په شرکتونو کې فعالیت کوي.

د عماتې په وینا، د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري د دریو سرحدي لارو له لارې ترسره کېږي، او یوه بله لار ایران له ترکمنستان سره نښلوي. خو هغه د موټرچلوونکو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې قونسلګرۍ له ترانسپورټي سکتور سره د مؤثرې اړیکې په ټینګولو کې پاتې راغلي دي.

احمد زمانیان، چې د مشهد د سوداګرۍ خونې د ترانسپورټ، ترانزیت، او سرحدي چارو کمیسیون مشر دی، هم دا اندېښنې تائید کړې. هغه خبرداری ورکړ چې ناڅاپي بدلونونه د موټرچلوونکو لپاره جدي خنډونه جوړوي.

زمانیان وویل:«یوه له لویو ستونزو څخه دا ده چې د ترانسپورټ د قوانینو او مقرراتو پلي کېدل له مخکې نه اعلانېږي، چې دا چاره د ترانسپورټي شرکتونو عملیات پیچلي کوي.»

هغه د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د غړو هېوادونو د ترانسپورټ له وزیرانو وغوښتل چې داسې پالیسي جوړه کړي چې د باروړونکو موټرو د ترانسپورټ مقررات ثابت وساتي، د ترانزیت لګښتونه کم کړي، او د خصوصي سکتور ستونزې کمې کړي.

حاضردمه ایران د افغانستان تر ټولو ستر سوداګري شریک دی. خو په دې شراکت کې لویه برخه افغانستان ته د ایران د صادراتو ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...