جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهجنوبي افریقا، استرالیا، هند او نیوزیلنډ نیمه پایلوبې ته ووتل

جنوبي افریقا، استرالیا، هند او نیوزیلنډ نیمه پایلوبې ته ووتل

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۱ مه) راسي فان ډر دوسن په ۸۷ توپونو 72 ناسوځېدلې منډو د جنوبي افریقا لوبډله د اتلانو جام / چیمپیئنز ټرافي نیمه پایلوبې ته ورسوله.

جنوبي افریقا نن (شنبه) د انګلستان لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

فان ډر دوسن نیمه سلیزه ووهله. دې بري د جنوبي افریقا لوبډله په بي ګروپ د جدول سر ته وخېژړله، اسټرالیا دوهم مقام ته ورسیده، او افغانستان، چې له سیالیو بهر شو، دریم شو. خو په دواړو ګروپونو کې افغانستان د ۸ لوبډلو په منځ کې پنځم شو.

سویلي افریقا ۱۸۱-د ۳ لوبغاړو په تاوان د انګلیستان ټیټ هدف (۱۷۹) په اسانه پوره کړ.

انګلیستان د بري په صورت کې هم له د سیالیو له دوامه وتلی و ځکه چې دوې نورې سیالۍ یې پر استرالیا او افغانستان بایللې وې.

 مارکو جانسن په ۷ اوورونو کې ۳-۳۹ واخیستل، په داسې حال کې چې ویان مولډر په ۷.۲ اوورونو کې ۳-۲۵ ترلاسه کړل، ځکه چې د انګلستان توپ وهنه بې‌علاقې ښکاره شوه.

د انګلستان کیپتان جوس بټلر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له لوبډلمشرۍ به استعفا وکړي، نه یوازې له چیمپیئنز ټرافي څخه د انګلستان د غیر متوقع وتلو له امله، بلکې د ۲۰۲۴ T20 نړیوال جام او ۲۰۲۳ نړیوال جام کې د خرابو پایلو له کبله هم.

اسټرالیا د بي ګروپ دوهمه کوالیفای شوې لوبډله شوه او په نیمه پایلوبه کې به له هند یا نیوزیلنډ سره مخامخ شي. افغانستان یوازې په هغه صورت کې دوهم مقام ته تللی شوای که انګلستان د جنوبي افریقا پر وړاندې د ۲۰۰ یا زیاتې منډو په توپیر بریا ترلاسه کړې وای.

د انګلستان توپ وهنه د مارکو جانسن له خوا په لومړیو کې سخت زیان ولید. فیل سالټ د اته منډو پر جوړولو وسوځېد، جېمي سمیت هم پر صفر وسوځېد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب