تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۱مه】د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، باران او سختو بادونو د اټکل خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سبا (یکشنبه، د حوت ۱۲مه) به په هرات، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، دایکندي، ارزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، خوست، غزني، پکتیا، ننګرهار، کابل، لوګر، میدان وردګ، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، تخار، کنړ، نورستان او بدخشان ولایتونو کې باران او واوره وورېږي.
سرچینې د واورې اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ سانتيمتره او د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۲۵ میلیمتره اټکل کړې ده.
سرچینه دغه راز زیاتوي چې په شمالي، غربي، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې به د بادونو سرعت له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې وي.
دا اټکل داسې مهال اعلانېږي چې څو ورځې وړاندې د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې بارانو او واورې لسګونه عامو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.