شنبه, اپریل 26, 2025
Home+مایکروسافت د سکایپ د بندیدو اعلان وکړ

مایکروسافت د سکایپ د بندیدو اعلان وکړ

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۱ مه) د مایکروسافت شرکت اعلان کړی چې د سکایپ ارتباطي سافټویر به د راتلونکي کال د مې میاشتې تر ۴مه پورې د کاروونکو لپاره فعال وي. له دې نیټې وروسته به، کاروونکي له سکایپ سره د تل لپاره خدای پاماني وکړي.

د ټکنالوژۍ دې امریکايي شرکت د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) په یوه بیان کې ویلي چې د سکایپ د بندیدو پریکړه به مایکروسافت ته اجازه ورکړي چې پر تیمز (Teams)  تمرکز وکړي او ارتباطي خدمات ساده کړي.

مایکروسافت ډاډ ورکړی چې کاروونکي کولی شي خپل معلومات په وړیا توګه “تیمز” ته انتقال کړي.

سکایپ، په ۲۰۰۳ کال د سویډني نیکلاس زنشتروم او د ډنمارکي جانوس فریس له خوا رامنځته شو.

په ۲۰۰۵ کال کې، ای‌بې (eBay) شرکت واخیست، خو په ۲۰۱۱ کې مایکروسافت په ۸.۵ میلیارد ډالره وپېره.

په هغه وخت کې، سکایپ هره میاشت شاوخوا ۱۵۰ میلیونه کاروونکي درلودل، خو تر ۲۰۲۰ کال پورې دا شمېره ۲۳ میلیونو ته راټیټه شوه. بیا د کووېډ-۱۹ د وبا پر مهال، د لنډې مودې لپاره بېرته مشهور شو.

دا سافټویر په خپل اوج کې سلګونه میلیونه کاروونکي درلودل، خو په وروستیو کلونو کې، د زووم (Zoom) او سلاک (Slack)په وړاندې، چې ساده او باوري ګڼل کېږي، په سیالۍ کې پاته راغی.

د کووېډ-۱۹ وبا پر مهال، چې له لېرې کار ډېر شو، مایکروسافت پرېکړه وکړه چې مایکروسافت ټیمز ته زیات پام وکړي. دا شرکت دا خدمت له خپلو نورو آفیس اپلیکیشنونو سره مدغم کړ، ترڅو د ادارو د کاروونکو پام جلب کړي. پخوا د ادارو د کاروونکو ډېر سروکار له سکایپ سره و.

مایکروسافت د جمعې په ورځ په خپل بیان کې ویلي: «اسکایپ د معاصرو مخابراتو په وده کې مهم رول لوبولی. موږ ویاړو چې د دې سفر یوه برخه وو.»

تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا پرېکړه به پر څومره کاروونکو یا کارکوونکو اغېز وکړي، او مایکروسافت هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. له تاند نه د زړه له تله مننه کوو چې وخت په وخت د ساینس، ټکنالوجۍ، سیاست، پرمختګ،… په هکله کره او مفصل خبرونه او راپورونه خپروي.
    که کولی شئ دا ساپی لیرې کړئ، یو خبر یې هم د کار نه دي. که نه یې لیرې کوئ نوم یې له انګلیسي نه پښتو ته کړئ چې په انګلیسي ډېر بد لګیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...