سه شنبه, مې 13, 2025
Homeخبرونهارزګان کې غرښویېدنې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

ارزګان کې غرښویېدنې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۱مه】د ‏ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې غر ښوېیدنې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي.

د ګیزاب ولسوال او له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست د لومړنیو راپورونو له مخې، تیره شپه یوه بجه د یادې ولسوالۍ د سرموري کلي په تالاب سیمه کې غر ښویېدلی چې له امله یې د یوې کورنۍ ۷ غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ويلي، د پېښې د رامنځ‌ته کېدو راهیسې د طالبانو ملي دفاع وزارت چورلکو څو ځلې هڅه وکړه چې د ژغورنې او پلټنې عملیاتو لپاره په سیمه کې ښکته شي، خو د سرچینې په وینا سیمه کې د مناسب حالت نشتون له امله چورلکه هلته ښکته نشوه.

د یادونې وړ ده چې، پېښه د میرزا محمد نامه د سیمې اوسېدونکي په کور کې رامنځته شوه چې د نوموړي په شمول ۷ جسدونه د سیمې خلکو له نړېدلي ځایه را ایستلي دي.

وړمه ورځ【پنجشنبه د کب ـ حوت ۸مه】د میدان وردګو ولایت، مرکزي بهسود ولسوالۍ کوه بیرون سیمه کې هم د واورې ښویېدنې له امله دوه تنه ژوند بایللی وو.

یاده دې وي، چې هېواد کې د ورښتونو وروستۍ څپې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب