دوشنبه, جون 16, 2025
Homeخبرونهګوترېش؛ د امریکا د مالي مرستو کمښت به پر افغانانو ناوړه اغېز...

ګوترېش؛ د امریکا د مالي مرستو کمښت به پر افغانانو ناوړه اغېز ولري

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۱مه】د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې، د امریکا د مالي مرستو کمښت به د افغانستان پر خلکو پراخ اغېز ولري.

ګوترېش ټینګار کړی چې دا پریکړه به له ۹ ملیونه زیاتو کسانو ته د روغتیایي او حمایتي خدماتو لاسرسی محدود کړي او د سلګونو ګرځنده روغتیایي ټیمونو او نورو ضروري خدماتو فعالیتونه وځنډوي.

نوموړي زیاته کړه چې دا کمښت نه یوازې پر حیاتي بشري مرستو اغېز لري، بلکې د جګړو او طبیعي پېښو له زیانمنو ټولنو سره د ملاتړ له پروګرامونو څخه نیولې، تر پرمختیايي نوښتونو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د مخدره موادو د قاچاق مخنیوي پورې، ټولې هڅې اغېزمنې کوي.

د ګوترېش په وینا، ملګري ملتونه هر کال په ټوله نړۍ کې له ۱۰۰ ملیونه زیاتو خلکو سره مرسته کوي او ملاتړ یې کوي او د دوی بشردوستانه پروګرامونه غزه، سودان، افغانستان، سوریه، اوکراین او نورې سیمې رانغاړي.

تازه ۸۲ افغانې محصلینې د امریکا د مالي مرستو د بندیدو له امله له عمان څخه د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

په عمان کې ۸۲ افغانې محصلینې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) د بورسونو او مالي مرستو د بندیدو له امله افغانستان ته د بیرته ستنیدو له خطر سره مخامخ شوې دي.

دا محصلینې، چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د ښځو د بورسونو بنسټ (WSA) په ملاتړ د عمان د مینځني ختیځ کالج (Middle East College) ته انتقال شوې وې، وايي چې د امریکا د حکومت د تازه پالیسیو له امله، د دوی مالي ملاتړ قطع شوی او اوس د اخراج او شړلو له خطر سره مخامخ دي.

په ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د سولې تأمین او دوامداره پراختیا د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره دوه اساسي عوامل دي.

مشعل المنصوري، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د ادارې سکرتر دی، ټینګار کړی چې هېواد به یې د افغانستان د خلکو د کړاوونو د کمولو لپاره خپلو بشردوستانه او پرمختیايي مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې قطر هڅه کوي د افغان ښځو د مشارکت د پیاوړتیا، د هغوی زده‌کړو حق ته د لاسرسي، او د مساوي کاري فرصتونو د برابرولو لپاره ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د تاریخ پوهاوی‎ | ذبیح الله شفق

دا کتاب د هند د وچي نامتو لیکوال او تاریخ پوه ډاکټر مبارک علي لیکلی چي د ښاغلي میر احمد په همت پښتو ته...