پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د جغتو برله باد (یخ لګي بادونه ـ ګله یخ) حیات‌الله حلیم

د جغتو برله باد (یخ لګي بادونه ـ ګله یخ) حیات‌الله حلیم

دغه باد چې مبدأ یې د ګردن مسجد د لوغر (۱) د غره له لویدیځې اوږې نه پيل کیږي، یو عارضي باد نه؛ بلکې یو ثابت اصلي او تاریخي باد دی چې د پیړیو پیړیو را پدیخوا کال دولس میاشتې په نري توږم د جغتو په ولسوالۍ کې د شمال له خوا د سهیل په لور په مستقیم خط لګي او په خپل مسیر کې د (موله) له کلي رانیولې بیا تر غزني پورې د جغتو په ډنډ کې دسرک په دواړو غاړو پراته کلي په خپل ساړه توږم اغیزمنوي

دغه باد په جغتو کې نه تم کیږي او د غزني د کنک له دروازې په تیریدو بیا د ترنک سیند تر حوزې پورې لګي. د وردکو او غزني اوسیدونکي دا باد  له لرغونو زمانو پیژني او په اړه یې ځانګړي روایات لري. د غزني خلک خو د یوه پخواني روایت له مخې د دې باد په اړه داسې یو بیت هم زمزمه کوي:

 (باد میخزد از ګردنه مسجد٬ ګزرش از دروازه کنک٬ میرسد تا رود ترنک) چې دغه زمزمه د غزني د سپین ژیرو په وینا د لوی سلطان محمود غزنوي له زمانې راپاته ده٬ د دې باد  اغیز په پسرلي٬ اوړي او د مني تر نیمایې پورې د ملایم نسیم په شان د زغم وړ دی؛ ځکه په اوړي٬ پسرلي او د مني د موسم په لومړیو کې هوا توده وي؛ خو د ژمي په موسم کې کله نا کله دومره تندي هم کوي چې ابعاد یې پراخه کیږي او له ژمي نه په رښتیا هم ژمی جوړوي. دا داسې وخت وي چې  په شنه آسمان  په ځمکه پرتو سپینو واورو داسې ګردله راولي  چې ته به وایې د واورو غرونه له یوه ځایه بل ځای ته په هوا روان دي. دا شیبې حالت دومره ځورونکی وي چې په لارو تګ٬ راتګ  ناشونی او  څوک له بیرې دخپلو کورونو د باندې هم نشي را وتلای .

د عادي سړو شپو ورځو په دوران کې ددې باد په اړه په جغتو کې د ژمي د لارویانو دا تکیه کلام چې وایې: برله را ته د مخه وه ډیر ستړې شوم٬یا ښه وه برله راپسې و٬ دومره ستړې نه شوم٬ ډیره اوریدل کیږي .په نیغه لیکه د دی باد تګ لورې د الله پاک  په قدرت په ډیرجالب ډول دجغتوپه مو قیعت کې تنظیم شوی یانې په هغه کلیو کې چې د برلې په مسیر کې پراته دي لکه موله٬ جوشی٬صالح خیل٬ ببړخیل ٬ لعلکی٬٬ بونګی. کلاندې٬ اختر خیل٬ سیده، محمد قلی٬ کمال خیل٬ ډیر باد لګي چې وروسته بیا دغه باد د سپرګین له (ډاګو) نه په تیریدو د خواجه عمری ولسوالۍ ته ور ټیټیږي؛ خو د جغتو ځینې هغه برخې چې د دی  برلې باد له مسیر نه چپې دي هغه د امن سیمي دي  لکه د ګونده کول ټول کلي٬ اریابونه٬ چینې٬سبز سنګ او ټول باریکاب؛ خو په زړه پورې دا ده هغه سیمې چې دا باد په ژمي کې په ټول شدت پرې لګي د منفې اغیز له امله یې  په اوړې کې هم د زردالانو ونې بار نه نیسې د بیلګې په ډول د کاریزکلا له څلورو برجو نه دوو  ته یې دغه باد په اوړي او ژمي سیخ دې چې تر هغو برجو لاندې چې باد ورته سیخ دی، د زردالو ونې بار نه نیسې: ځکه غوزې یې یخ وهي او هغه چې ترې لیرې دې ښه  میوه نیسې چې دا منفې اغیز یې د جغتو په نورو کلیو کې هم مشهود دی

 د دې باد د تسمې وجه هم پښتو ده چې (له بره لګي) نه په اختصار د (ګ) او (ي) او (ل) ته د (ه) په پسوند (برله) جوړه شوې ده؛ ځکه لکه چې د مخه وویل شول جغتو د غزنې په حوزه کې پروت دې، اوبه  یې د غزنې په لور ورماتې او اقلیم یې هم د غزنې د اقلیم تابع دی؛ نو ځکه د جغتو د خلکو لخوا د (موله) کلي پلو ته بره خوا او غزنې ته کوزه خوا ویل کیږې.

له جغتو وروسته دا باد د غزنې ښار تر خپل ساړه  پوښښ لاندې نیسې او همدا وجه ده چې د غزني ښار یې د سهیل د دریو یخو ښارونو لکه ګردیز او کلات په لیکه کې شامل کړی دی٬سربیره پر غزني دغه باد د یخنۍ په موسم کې د ترنګ سیند ټوله حوزه اغیزمنوې؛ خو جالبه دا ده چې برله باد کله ناکله د څلورو ویشتو ساتو له پاره دخپل اصلي مسیر برعکس د چک ولسوالۍ په لور هم هغه وخت بدلون ورکوي چې د ګوربت او لوغر د غرونو په امتداد د غاښي په ګذرګاه کې (لړه) خوره شي دا وخت د باد ټول زور او شدت د چک ولسوالۍ په لور اوړي. په خپل ساړه توږم د ګردن مسجد ټول کلي اغیزمنوي٬ سوکې ته ځي او له هغه وروسته د کوز او بر خوات له لارې ان تر کابل پورې پرتې ټولې سیمې اغیزمنوي؛ خو کله چې (لړه) ایسته شي ستونزه بیرته کنترولیږي.

په زړه پورې دا ده چې د ژمي په موسم کې کله چې برله باد شدت وکړي؛ نو د پنځوسو مترو په لوړوالې او تقریبا دوو زرو مترو په پلنوالې یې وجود هم د یوې شین بخنې لیکې په څیر له لیرې نه مشهود وي.

په جغتو کې درې نور بادونه هم شته:

 ۱ـ د سریاب (سرآب) باد دی چې ځینې وختونه د هزاره جاتو له سوختو را لګیږې او د خواجګانو او آبتلې تر کلیو پورې را رسی،

۲ـ کجیر باد: دا باد د کجیر د غره له خوا د شیخ علي په طرف تر نوي ښاره پورې لګیږي،

۳ـ ګرد باد: دا هغه تند ګردله باد دی چې په کال کې یو ځل د دریو شپو ورځو له پاره پیدا کیږې او هغه سیمې متضررې کوی چې د کال په نورو وختو کې له ټولو بادونو نه په امن پاته وی لکه کنجغتو٬ سبزسنګ٬ ګونده کول٬ باریکاب٬ دهنه٬ چینې او نور هغه کلې چې د غرونو د لړیو د هرډول طبیعي پیښو نه په امان کې وی. د دې باد د لګیدو پر وخت د لوړو غرونو په سر لړه ولاړه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...