تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۱۲مه】ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي نن یکشنبه (مارچ دویمه) د اروپایي مشرانو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
دغه سرمشریزه په لندن کې ترسره کیږي او ټاکل شوې د برېتانیا پاچا چارلز هم پکې له زېلېنسکي سره وګوري.
رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې وایي چې، دا سرمشریزه دوه ورځې وروسته له هغې کیږي چې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او ولادیمیر زېلېنسکي ترمنځ لفظي شخړې نړیوال غبرګونونه را وپارول.
دغه راز د سرچینې د یوه بل راپور له مخې برېتانیا اوکراین ته د درې میلیارده ډالرو پور ورکوي.
د راپور لمخې، د دغو پیسو د ورکړې هوکړه تېره ورځ د برېتانیا مالیې وزیرې له لوري لاسلیک او ټاکل شوې دغه پور د روسیې کنګل شویو شتمنیو له ګټې ادا شي.
ټاکل شوې دغه پیسې د اوکراین پر دفاعي برخې او په تېره بیا د وسلو پر تولید ولګول شي.
بل لورته د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودف د اروپايي مشرانو خپلواکۍ ته د شک په نظر ګوريي.
نوموړی وایي چې، هغوی به بالاخره بیا د امریکا تر اغېز لاندې راشي.
دا ډول څرګندونې معمولا د روسیې او اروپایي هېوادونو ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا یوه برخه وي، چې تازه له اوکراین سره د اروپایي هېوادونو تر ملاتړ وروسته زیاته شوې ده.