پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو حکومت له ازبکستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ناسته...

د طالبانو حکومت له ازبکستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ناسته وکړه

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۱۲مه】ازبکستان ته د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د پلاوي تر سفر وروسته دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ناسته کړې.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه ناسته د ترمذ ښار په سوداګریز مرکز کې د دواړ هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو په شتون کې شوې ده.

په دې ناسته کې دواړو لوریو حیرتان بندر ښارګوټي کې د سوداګریزې او اقتصادي مرکز جوړولو، د خوراکي توکو پروسس او تولید، د مرغانو فارمونو، د درمل جوړولو صنایع، سیمنټو تولید، ساختماني توکو، باغدارۍ، د پستو بڼونو ودې، بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د میوو او سبزیجاتو پروسس پروژو په اړه خبرې شوې دي.

سرچینې په ترمذ ښار کې د سیمه ییزو نندارتونونو جوړول، دواړو هېوادونو کې د سوداګریزو خونو جوړول، د اوږدمهاله سوداګریزو ویزو صدور کې د اسانتیاوې برابرول او د سوداګرو ستونزو ته رسېدنې لپاره د ګډې کمېټې رامنځته کول د دغې ناستې نور مهم موضوعات یاد کړي دي.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې، څو ورځې وړاندې د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د افغانستان یو لوړ پوړي پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ او د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره له ازبکستاني چارواکو سره یې سره په یو لړ موضوعاتو هوکړې ته ورسېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...