۱- پېژندنه
مصنوعي ځیرکتیا چې د علمي څېړنو یو نوی ډګر دی، چې اساسات او مبادي يې له نن نه زرګونه کلونه دمخه ایښودل شوي. د مصنوعي ځیرکتیا تر مطالعه کولو دمخه به ښه وي چې له ځینو موضوعاتو سره بلدتیا ولرو، مثلاً د فلسفې اساسات، ژبپوهنه، ارواپوهنه او بیالوژي؛ په دې چې دا ټولې څانګې تر یو څه حده په مستقیم او تر ډېره بریده په غیر مستقیم ډول په مصنوعي ځیرکتیا پورې ارتباط نیسي.
۲- د مصنوعي ځیرکتیا تعریف
د خپلې موضوع د غوره پیل لپاره به دا پوښتنه وکړو چې مصنوعي ځیرکتیا څه ده؟ دا ډېره پېچلې پوښتنه ده او له پېړیو، پېړیو راهیسې يې بیالوژي پوهان، ارواپوهان او فلسفیان سرګومي کړي دي. د مصنوعي ځیرکتیا یو ساده تعریف په دې ډول دی:
«مصنوعي ځیرکتیا د هغو سیسټمونو پوهه ده چې په داسې ډول چلند یا عمل کوي چې لیدونکی د ځیرک یا هوښیار ګومان ورباندې وکړي.»
پورتني تعریف ته مو د مصنوعي ځیرکتیا یو ساده تعریف وویل؛ په دې چې مصنوعي ځیرکتیا دومره ساده او وړه خبره هم نه ده، څومره چې په پورتني تعریف کې لیدل کېږي. مصنوعي ځیرکتیا د هغه سپین طیف په څېر دی، چې څومره یې تجزیه کوو، هماغومره يې پېچلتیا نوره هم زیاتېږي.
د همدې لپاره د مصنوعي ځیرکتیا په یوه بل تعریف هم غور کوو:
«مصنوعي ځیرکتیا د هغو میتودونو ټولګه ده چې د انسانانو یا نورو حیواناتو په ځیرک او هوښیار چلند (intelligent behavior) بنا وي او د هماغو میتودونو له مخې پېچلي پرابلمونه حل کوي.»
د دې تعریف له پورتني تعریف سره یو بنیادي فرق دا دی چې دلته مو د ځیرکتیا منبع یا سرچینه وپېژندله؛ ځکه په پورتني تعریف کې یوازې دومره ویل شوي و چې لیدونکی د ځیرک ګومان ورباندې کوي. پوښتنه دا ده چې ځیرکتیا څه ده؟ زموږ دې تعریف دغه پوښتنه هم ځواب کړه. دوهم توپیر یې دا دی چې مصنوعي ځیرکتیا یې د سیسټمونو له مطالعې راوایستله او مفهوم یې ور پراخه کړ. په دې چې موږ د سیسټمونو د مطالعې لپاره مصنوعي ځیرکتیا ته اړتیا نه لرو، بلکې د پېچلو پرابلمونو د حل کولو لپاره مصنوعي ځیرکتیا پنځوو او ګټه ترې اخلو.
نو و دې شي چې داسې سیسټمونه به هم لرو چې په ځیرک ډول به چلند نه کوي، خو ګټور کارونه به کولی شي او د دې کارونو لپاره چې دغه سیسټمونه کوم میتودونه کاروي، هغه به له اساسي پلوه د انسانانو په ځیرک چلند ولاړ وي.
په دې ځای کې مو د مصنوعي ځیرکتیا طیف په دوو برخو ووېشه، چې یو هغه مصنوعي ځیرکتیا ده چې له ځانه ځیرک چلند ښيي، هوښیار وي او د انسان په څېر هوښ او ذکاوت لري او دوهمه مصنوعي ځیرکتیا هغه ده چې ایله ځیرک چلند تقلید کولی یا په بله اصطلاح شبیه سازي کولی شي او کمپیوټرونه د دې جوګه ګرځولی شي چې یو لړ پېچلي پرابلمونه حل کړي.
په دې دواړو کې لومړي ډول ته يې قوي مصنوعي ځیرکتیا او دوهم ته یې کمزورې مصنوعي ځیرکتیا ویل کېږي.
د قوي مصنوعي ځیرکتیا پلویان په دې اند دي چې که کمپیوټر ته د پروسېس کافي ځواک ورکړو او له بسنده ځیرکتیا يې برخمن کړو، نو داسې یو کمپيوټر جوړولی شو چې په اصلي معنا د فکر کولو وړتیا ولري او په هماغه ډول یو باشعوره موجود شي، څنګه چې انسان یو باشعوره موجود دی.
خو ګڼ فلسفیان او د مصنوعي ځیرکتیا څېړونکي دغه نظر ناسم او حتی لېونتوب یې بولي. دوی په دې اند دي چې د یوه داسې روبوټ جوړول چې احساسات ولري او باشعوره اوسي، تر ډېره پورې د ساینسي افسانو په دایره کې خو راتلی شي، خو د مصنوعي ځیرکتیا له اهدافو یې نه شو بللی.
د یادې مصنوعي ځیرکتیا په مقابل کې کمزورې مصنوعي ځیرکتیا ولاړه ده. یاده مصنوعي ځیرکتیا دې ته ویل کېږي چې ځیرک چلند یوازې موډل کولی یا شبیه سازي کولی شو او کمپیوټرونه کولی شي چې د دې ځیرک چلند په مرسته پېچلي پرابلمونه حل کړي. د دې لیدلوري پلویان استدلال کوي چې که چېرته یو کمپیوټر په ځیرک او هوښیار ډول چلند وکړي، نو دا په دې معنا نه ده چې کمپیوټر په رښتیا هم هماغسې ځیرک شوی، څنګه چې یو انسان ځیرک او ذکي دی.
د قوي مصنوعي ځیرکتیا او کمزورې مصنوعي ځیرکتیا په اړخ کې یوه بله موضوع هم لرو چې باید له یو بل سره يې ګډه نه کړو، او هغه قوي میتودونه او کمزوري میتودونه دي.
۳- قوي میتودونه او کمزوري میتودونه
موږ چې مصنوعي ځیرکتیا جوړوو، اړینه ده چې له ځینو میتودونو کار واخلو. دغه میتودونه په دوه ډوله دي: قوي میتودونه او کمزوري میتودونه. لومړی په کمزورو میتودونو ځان پوهوو. په مصنوعي ځیرکتیا کې دغه میتودونه د منطق، اتومات استدلال او نورو عمومي جوړښتونو په څېر له داسې سیسټمونو څخه ګټه اخلي، چې په لوی شمېر پرابلمونو پلي کېدای شي، خو کوم پرابلم چې حل کېږي، ضرور نه ده چې مصنوعي ځیرکتیا دې د هغه پرابلم د دنیا (چاپېریال) په هکله اصلي پوهه یا علم هم ولري. په دې معنا چې هر پرابلم په یوه چاپېریال کې رامنځته کېږي، نو که چېرته موږ د يوه پرابلم د حل کولو لپاره له کمپیوټري ځواک نه کار اخلو، خو کمپیوټر (سیسټم) ته مو د هغه پرابلم د دنیا (چاپېریال) په هکله معلومات نه وي ورکړي، نو په اصل کې مو له کمزورو میتودونو کار اخیستی دی.
بل خوا، د قوي میتودونو د پرابلم حل کولو روش په یوه داسې سیسټم تکیه کوي چې د خپلې دنیا او هغه پرابلم په هکله چې دی ورسره مخ کېږي، په لویه کچه علم او پوهه هم لري. په اصل کې که وګورو، نو قوي میتودونه بېرته په کمزورو میتودونو ولاړ دي، په دې چې یو سیسټم چې یوازې پوهه ولري او د دې پوهې د سبمالښت لپاره میتودولوژي (تګلاره) ونه لري، نو هغه سیسټم یو بې ګټې او بېکاره سیسټم دی. په نورو ټکو کې داسې هم ویلی شو چې کمزوري میتودونه د یوه پرابلم د حل کولو «څرنګوالی» وضع کوي او قوي میتودونه د هغه پرابلم «څه والی» بیانوي.
د یادونې وړ ده چې په مصنوعي ځیرکتیا کې د لومړنیو څېړنو تمرکز پر کمزورو میتودونو و. نیویل او سایمن چې د مصنوعي ځیرکتیا له لومړنیو څېړونکو څخه دي، په خپل یوه پروګرام «general problem solver» کې له همدې کمزورو میتودونو څخه استفاده کړې وه چې د لوی شمېر عمومي مسایلو د حل کولو لپاره جوړ شوی و. د دې میتود د ناکامۍ لامل دا وو چې وروسته څېړونکي پوه شول چې د دې لپاره چې مصنوعي ځیرکتیا په کار واچول شي، یوازې دا بسنه نه کوي چې له ځینو الګوریتمونو کار واخلو او ساده جوړښتونه پکې وضع کړو، بلکې د مصنوعي ځیرکتیا د فعالیت لپاره علم یا پوهه یو بنسټي توکی دی.
خو دا په دې معنا نه ده چې کمزوري میتودونه په لوستلو نه ارزي او یا دا چې ګټور نه دي، بلکې په زیاترو حالتونو کې همدا کمزوري میتودونه دي چې د پرابلمونو د حل کولو لپاره د ایډیال روش حیثیت لري. خو په یوه سیسټم کې د علم اضافه کول په حقیقت کې د یوه داسې سیسټم د جوړولو لپاره اساسي فکتور دی چې له نوو مسایلو سره په ځیرک او هوښیار ډول برخورد کولی شي؛ او دغه راز، که موږ غواړو چې داسې سیسټمونه جوړ کړو چې چلند يې ځیرک ښکاره شي، نو د قوي میتودونو استعمال پکې حتمي دی.
۴- له ارستو نه تر بېبیج پورې
پروپوزیشنل او پریډیکیټ منطقونه د منطقي استدلال هغه دوه سیسټمونه دي چې ارستو اختراع کړي. ارستو یونانی فیلسوف و، چې له ۳۸۴ څخه تر ۳۲۲ ق م پورې يې ژوند کړی او د اپلاتون په استادۍ کې يې درس وایه. د ارستو لیکنو د معاصر ساینسي تفکر لپاره یو لوی بنسټ چمتو کړی دی.
د مصنوعي ځیرکتیا له لیدلوري، د ارستو د څېړنو تر ټولو په زړه پورې برخه د هغه منطق ده. ارستو د صغری و کبری منطق اختراع کړی، چې دی يې په دې ډول تعریفوي:
«صغرا و کبرا هغه ډسکورس دی چې په هغه کې لومړی ځینې شیان تعريفېږي، او بیا یو بل شی د دوی له کبله هغه خصوصیت ځان ته خپلوي.»
د صغرا او کبرا عبارت درې برخې لري او لومړۍ دوه برخې دا په ثبوت رسوي چې دریمه برخه صحیح ده، مثلاً
ټول انسانان به مري.
ارستو انسان دی.
نو، ارستو به هم مري.
د ارستو منطق ته وروستیو فلسفیانو، ریاضي پوهانو او منطقپوهانو وده او پراختیا ورکړه او تر ارستو وروسته د منطق په برخه کې تر ټولو مهم ګامونه په دوولسمه پېړۍ کې واخیستل شوو. پیټر ابلارډ (۱۰۷۹ – ۱۱۴۲) د Dialectica په نوم پر منطق یوه مقاله ولیکله او وروسته هم پر منطق پرېمانه کار وشو، خو ډېر زیات کار او څېړنې د وروستیو پېړیو زېږنده دي.
په اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کې ګوټفریډ لیبنیز او نیوټن په ګډه کالکولس اختراع کړ، چې نن ورځ يې ریاضي پوهان په لویه کچه استعمالوي. دغه راز لیبنیز د استدلال لپاره ریاضیکي ژبه رامنځته کړه. د لیبنیز د دې نړیوالې ژبې له برکته موږ اوس کولی شو چې هر ډول پرابلمونه په ډېر دقت بیان او بیا يې په حل کولو لاس پورې کړو. لیبنیز سره له دې چې د دې ژبې په بشپړولو باندې بریالی نه شو، خو د هغه څېړنو د پروپوزیشنل او پریډیکېټ منطق لپاره د اساس و بنیاد حیثیت درلود چې نن ورځ د مصنوعي ځیرکتیا د څېړنو لپاره خورا زیات مهم دي.
تر دې وروسته موږ نولسمې پېړۍ ته رسېږو. په نولسمه پېړۍ کې انګرېز ریاضي پوه، جورج بول (۱۸۱۵ – ۱۸۶۴) بولین الجبر ایجاد کړ. بولین الجبر هغه منطقي سیسټم دی چې موږ يې لا هم د پروپوزیشنل او پریډیکېټ منطق د یوې برخې په توګه استعمالوو. د دې ترڅنګ د سیلیکان چیپونو لپاره د منطقي دروازو (gate) په جوړولو کې برقي انجینران هم له دې ریاضي نه پراخه ګټه اخلي. بولین الجبر موږ ته د ځینو مفاهیمو د بیان لپاره خورا ساده ژبه په لاس راکوي، مثلاً
الف صحیح دی. او
الف صحیح دی، خو ب غلط دی.
یوې خواته چې بول خپل الجبر اختراع کاوه، نو بل لور ته چارلز بېبیج د نړۍ لومړنی کمپیوټر اختراع کړ چې انالیټیک انجن يې وباله. نوموړی تر پایه ونه توانېده چې خپل کمپیوټر بشپړ کړي، خو د ده ډیزاینونه د وروستیو کارنده ماډلونو د جوړولو لپاره ډېر ارزښتمن تمام شول. د شلمې پېړۍ کمپیوټرونو د بېبیج له کمپیوټر سره ډېر شباهت خو نه درلود، مګر ډېر څه یې ترې پور کړي خامخا وو.
د بېبیج ډیجیټل کمپیوټر د شلمې پېړۍ تر منځنیو وختونو پورې یو خوب پاتې و. خو په ۱۹۵۰ شاوخوا کلونو کې لوی شمېر فعاله کمپیوټرونه جوړ شول. د بېبیج د میخانیکي انجنونو بالعکس دغه کمپیوټرونه الکترونیکي وو او ډېر ژر لومړنيو الکترومیخانیکي کمپیوټرونو خپل ځای هغو کمپیوټرونو ته پرېښود چې د واکیوم ټیوبونو په اساس رغېدلي وو.
۵- الن ټیورنګ او ۱۹۵۰ کلونه
که پر مصنوعي ځیرکتیا خبرې کوو او الن ټیورنګ نه یادوو، نو يوازې د سکې یو مخ به مو لیدلی وي. الن ټیورنګ د مصنوعي ځیرکتیا له سترو او مخکښو څېرو څخه دی. نوموړي د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال په بلېچلې پارک کې د المانیانو د کوډونو د حل کولو او سپړلو دنده ترسره کوله. تر جنګ وروسته ده د یوه داسې کمپیوټر په جوړولو کار پیل کړ چې د فکر وړتیا ولري او په دې موضوع يې په ۱۹۵۰ کال کې د «کمپیوټري ماشینرۍ او ځیرکتیا» تر عنوان لاندې یوه څېړنیزه مقاله هم وکښله.
په دې مقاله کې الن یو ازمایښت وړاندې کړ، چې د ټیورنګ ټېسټ په نوم یادېږي. د دې ازمایښت موخه دا وه چې دا معلومه کړي چې آیا یو کمپیوټر په رښتیا فکر کوي او که نه او بله دا چې دغه کمپیوټر ځیرکتیا لري او که نه. یاد ازمایښت په لاندې ډول دی:
«د دې ازمایښت له مخې په یوه خونه کې دوه واحدونه ایښودل کېږي، چې یو يې انسان او بل کمپیوټر وي. په بله نیږدې خونه کې مفتش ناست وي. مفتش کولی شي چې له دواړو واحدونو څخه پوښتنې وکړي، خو له هغوی سره مخامخ خبرې نه شي کولی او نه يې هم لیدلی شي.
مفتش چې کومې پوښتنې کوي، ښکاره ده چې د کمپیوټر په مرسته به يې کوي او ځواب به يې هم له هغه بل لوري د کمپیوټر په مرسته ورکول کېږي او مفتش ته به د سکرین پر مخ څرګندېږي. په بله خونه کې ناست انسان به هڅه کوي، چې له مفتش سره مرسته وکړي تر څو خپل ځان وروپېژني، خو که کمپیوټر کافي ځیرکتیا ولري، نو کولای شي چې مفتش تېر باسي او په دې کې یې اشتباه کړي چې په اصل کې کوم یو کمپیوټر او کوم یو انسان دی.
انسان کولی شي چې دا ډول ځوابونه ورکړي، چې (زه انسان یم او دا بل کمپیوټر دی)، خو بې له شکه چې دا کار کمپیوټر هم کولی شي. د دې لپاره چې انسان خپل انسانیت ورته ثبوت کړي، نو اصلي لاره یې دا ده چې داسې مغلق سوالونه ترې وشي چې کمپیوټر يې د درک تومنه ونه لري. په دې کې شک نشته چې د رښتیني ځیرکتیا لرونکو کمپیوټري پروګرامونو اختراع کوونکي به خپل پروګرام ته د دې وړتیا هم وروبښي چې د دا ډول پېچلتیاوو لپاره هم اماده اوسي.»
ټیورنګ ازمایښت په یو شمېر کمپیوټري پروګرامونو کې کارول شوی هم دی. مثلاً د وایزنبام په ایلیزا سافټوېر کې. دغه سافټوېر چې په ۱۹۶۵ کال کې ډیزاین شوی، د انسان په څېر د خبرو اترو وړتیا لري. ښکاره ده چې دغه کړنه پخپل ځای دومره ګټوره نه وه، خو دې هڅې په ځینو ساحو مثلاً د طبیعي ژبو پروسېس باندې د پوهېدو په برخه کې زیاتو پرمختګونو ته لاره هواره کړه. تر دې دمه هېڅ پروګرام په ټیورنګ ازمایښت کې نه دی بریالی شوی، خو د دغسې یوه پروګرام د اختراع کوونکي لپاره لا هم هر کال د نغدي جایزو اعلانونه کېږي.
د ۱۹۵۰ کلونو په وروستیو وختونو کې داسې پروګرامونه جوړ شول، چې د شطرنج لوبه یې کولی شوی او دغه راز لومړني داسې کمپيوټري پروګرامونه هم ډیزاین شول چې په انساني ژبې د پوهېدو وړتیا یې لرله.
د طبیعي ژبو د پروسېس او پوهاوي په برخه کې پراخه کار د کمپیوټري ژباړې په ډګر کې شوی. تر ډېره پورې باور دا و چې له وخت سره به کمپیوټرونه د دې جوګه شي چې په دقیق او مؤثق ډول به یوه ژبه، بلې ژبې ته وژباړلی شي. البته وروسته ولیدل شوو چې دغه کار هغومره اسانه هم نه دی او لا هم دغه ربړه نه ده هواره شوې.
۱۹۵۰ کلونه له هر اړخه د مصنوعي ځیرکتیا لپاره مهم او اغېزمن کلونه وو. په ۱۹۵۶ کال کې د مصنوعي ځیرکتیا مخکښ جان میکارتي په ډارټماؤت کالج کې د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) اصطلاح د لومړي ځل لپاره وکاروله.
په ۱۹۵۷ کال کې نیول او سایمن د GPS یا عمومي پرابلم حلوونکي نظریه رامنځته کړه او هغسې چې له نومه یې ښکاري، د دې پروګرام اصلي موخه دا وه چې تقریباً هر ډول منطقي پرابلمونه حل کړي. یاد پروګرام د means ends analysis په نوم د یوې میتودولوژي په اساس جوړ شوی و. په دې میتودولوژي کې باید لومړی دا تشخیص شي چې څه باید وشي او بیا د هغه کار د کولو لپاره یوه لاره یا روش په کار واچول شي. دغه میتود د ساده مسایلو لپاره ډېر ښه کار ورکوي، خو د مځ یا مصنوعي ځیرکتیا څېړونکي وروسته پوه شول چې دغه ډول میتود په عمومي ډول د تطبیق وړ نه دی او جي پي ایس یوازې هغه پرابلمونه ډېر ښه حلولی شي، چې دی ورته ډیزاین شوی وي او د دې پروګرام لپاره جي پي ایس یا عمومي حلوونکی نوم مناسب نه دی.
په دې وختونو کې د مصنوعي ځیرکتیا په هکله ډېره زیاته مثبت ګرايي لیدل کېده. څېړونکو به ویل چې د یو څو کلونو په ترڅ کې به د انسان په کچه ځیرک کمپیوټرونه رامنځته شي او داسې پروګرامونه به جوړ شي چې د شطرنج نړیوال اتل ته به ماته ورکړي، له روسي ژبې به انګلیسي ته ترجمه وکولی شي او په ګڼه ګوڼه کې به یو موټر له څلور لارې وایستلی شي. که څه هم په تېرو ۵۰ کلونو کې یو څه پرمختګ شوی او دا او دې ته ورته پرابلمونه حل شوي دي، خو تر دې دمه هېچا هم داسې کمپیوټر نه دی ډیزاین کړی چې یو څوک يې په اصلي معنا ځیرک وبولي.
په ۱۹۵۸ کې جان میکارتي لیسپ (LISP) پروګرامي ژبه اختراع کړه، چې تر ننه پورې د مځ (AI) په څېړنو کې په پراخه کچه استعمالېږي.
ببله برخه لري