پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+زیلینسکي په سپینه ماڼۍ کي | عبدالباري جهاني

زیلینسکي په سپینه ماڼۍ کي | عبدالباري جهاني

د فبروري پر اته ویشتمه د امریکا په سپینه ماڼۍ کي یوه داسي حادثه منځته راغله چي د امریکا په تاریخ کي یې ساری نه درلود. د یوه مظلوم هیواد اوکراین جمهورریس ولادیمیر زیلینسکی، چي د هیواد ډېره برخه یې، د روسیې د یرغلګرو د بمباریو، توغوندیو، توپونو او ټانکونو د پرله پسې حملواو ګولیو له لاسه، تباه سوې ده؛ په سپینه ماڼۍ کي د امریکا د سرزوري جمهورریس ډانلډ ټرمپ سره خبرو ته کښېنستی. ټرمپ غوښتل چي د زیلینسکي له مظلومیت او مجبوریت څخه استفاده وکړي او پر هغه باندي داسی یوه موافقتنامه تحمیل کړي چي د امریکا او روسي یرغلګر په ګټه او د اوکراین په تاوان وي. خو زیلینسکي له ټرمپ سره داسي په زغرده او په نره مقاومت وکړ چي خبره ناندریو ته ورسېده. ټرامپ په خپل ټول ژوند کي د داسي حریف سره مخامخ سوی نه وو او دونه یې اعصاب خراب سوه چي زیلینسکی ته یې، د مېلمه پالني او ډیپلوماسۍ د ټولو اصولو په خلاف، له سپیني ماڼۍ څخه د وتلو امر وکړ او خپلو مامورینو ته یې هدایت وکړ چي له زیلینسکی سره راغلی هیات سمدستي له سپیني ماڼۍ څخه اخراج کړي. دا نظم د همدغي حادثې په ارتباط لیکل سوی دی.

ما لیدلې چي موسی سوې پر دربار د فرعونانو

ته امسا د کوه طور سوې د قدرت د ښامارانو

د اوکراین ریښتونې زویه مور دي نه سي پر تا بوره

ما لیدلې چي دي پرې کړه د فرعون ژبه په توره

تر قیامته به د خټو د خدایانو دوران نه وي

دا جهان به تر ابده د نمرود په فرمان نه وي

د تاریخ دا فیصله ده لوړ قصرونه به نړیږي

د قدرت په زولنو کي یاغي چیغه پورته کیږي

زما سلام دی هغي مور ته چي زیلینسکی یې روزلی

پر تندي یې سجده نه وه سر یې اور ته ووسپارلی

د نمرود په بنګلو کي بغاوت نه دی آسانه

هغه کار د ابراهیم دی بتخانه چي یې کړه ورانه

که موږ هم په خپل وطن کي یو زیلینسکي درلودلای

نو  به ولي تور پنجاب ته په سجده سجده ورتللای

موږ به ولي لا د جهل د تیارو بندیوانان وای

په سېلاب کي به مو ولي ابوجهل جاله وان وای

لا به ولي د ورور توري د ورور غاړي پرې کولای

چا به ولي پر خپل کلي سره اورنه اورولای

یوه ورخ به پردې خاوره میوندونه راټوکیږي

د فرنګ د غلامانو زندانونه به ماتیږي

که داکور د احمدشاه وو سل میونده به غوړیږي

تور او سور زرغون بیرغ به پر شمشاد باندي رپیږي.

د ۲۰۲۵ کال د مارچ لومړۍ نېټه، ویرجینیا.

1 COMMENT

  1. زیلینسکي په دې درې کلونو کې د خپلې خاورې 25 سلنه له لاسه ورکړه ، د پاتې خاورې ټول اقتصادي تاسیسات ویجاړ شول ، د ټولې نړۍ قرضداره شو، له 15 میلیونو زیات وګړي یې مهاجر شول . په زرګونو ځوانان یې ووژل شول ، خو لا اوس هم وایی ، جنګ ته دوام ورکوي .
    له خپلو اتباعو سره تبعیضي چلند لکه د روسي ژبې منعه کول ، د هغوی کلتور ، مذهب او اساسي حقوقو لغوه کول او بې له دې چې د منطقې جیوپولیتیک حساسیت په نظر کې ونیسي ، د نړۍ له نورو هېوادونو سره د اوکرایین اتحاد غوښتنه هغه څه و، چې خپل هېواد یې په داسې شوم سرنوشت اخته کړ.
    ټول نړیوال هلته سوله غواړي ، ایکاش دا ښایسته او له طبیعي منابعو ډک هېواد نه وای وران شوی .
    جهانی صاحب د ژوندی وي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...