تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) د بریتانیا صدراعظم وايي چې لندن او پاریس به د “جګړې د درولو” لپاره د یوه پلان د جوړولو ابتکار په لاس کې واخلي، چې بیا به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شي.
د بریتانیا صدراعظم سر کیر سټارمر د یکشنبې په ورځ وویل چې بریتانیا او فرانسه به له اوکراین سره کار وکړي، څو د اوربند یو پلان چمتو کړي او هغه به بیا متحده ایالاتو ته وړاندې کړي.
دغه نوښت وروسته له هغه مطرح شو، چې سټارمر د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره حضوري، او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون سره تلیفوني خبرې وکړې. دا خبرې وروسته له هغې وشوې چې د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې د زیلینسکي او ټرمپ ترمنځ لفظي شخړه وشوه.
سټارمر د یکشنبې په ورځ له بیبیسی سره په یوه مرکه کې وویل چې «ممکنه ده چې نور هېوادونه هم د اوربند د پلان په مسوده کې ګډون وکړي.»
ټاکل شوې ده چې نوموړی د یکشنبې په ورځ له اروپا او کاناډا څخه ۱۸ مشران لندن ته راوبولي، څو د اوکراین او د اروپايي دفاع د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
سټارمر دا نوښت یو “مهم پرمختګ” وباله.