تاند (یکشنبه، کب/ حوت ۱۲ مه) په یوه تاریخي اقدام کې په لومړي ځل د یوه خصوصي شرکت، فایرفلای ایروسپېس Firefly Aerospace شرکت ستوربیړۍ د یکشنبې په ورځ په سپوږمۍ کې ښکته شوه.
فایرفلای ایروسپېس شرکت دا لینډر یا ستوربیړۍ، چېBlue Ghost نومېږي، د ناسا لپاره سپوږمۍ ته واستاوه. په دې ستوربیړۍ کې یوه برمه (drill)، د خلا تجهیزات او نور ساینسي تجربوي وسایل شامل دي. فایرفلای ایروسپېس د هغو شرکتونو په ډله کې دی چې هڅه کوي مخکې تر دې چې سپوږمۍ ته ستورمزلي لاړ شی، سپوږمۍ ته په کرایه د وسایلو لېږد پیل کړي.
LIVE: Leadership from NASA and @Firefly_Space recap the Blue Ghost Moon landing, which occurred on March 2 at 3:34am ET (0834 UTC). https://t.co/XQDTptjw7h
— NASA (@NASA) March 2, 2025
دا لینډر د سپوږمۍ له مدار څخه په اتومات ډول ښکته شو، چې هدف یې یوې پخوانۍ اورشین (volcanic dome) څنډې ته رسېدل وو. دا موقعیت د سپوږمۍ په شمال ختیځه برخه کې دی.
پر سپوږمۍ د لینډر د کښېناستو خبر د شرکت د مأموریت د کنټرول مرکز، چې د ټیکساس آستین ښار ته نژدې دی، تایید کړ. دا عمل له ۳۶۰,۰۰۰ کیلومتره واټن څخه څارل کېده.
د مأموریت کنټرول راپور ورکړ «موږ سپوږمۍ ته رسېدلي یو! » او زیاته یې کړه چې لینډر “ثابت” دی.
تر دې وړاندې، یوازې پنځو هیوادونو (روسیې، امریکا، چین، هند او جاپان) سپوږمۍ ته ستوربیړۍ رسولې دي.
فایرفلای ایروسپېس له بلو ګوسټ (Blue Ghost) وروسته، دوه نور خصوصي شرکتونه هم چمتو دي چې خپل لینډرونه واستوي، چې له هغې څخه یوه ستوربیړۍ همدا اوونۍ سپوږمۍ ته رسېدلای شي.
بلو ګوسټ، ۲ متره لوړه او ۳.۵ متره پراخه ده.
دا لینډر د جنورۍ په منځ کې له فلوریدا څخه توغول شوی و او د ناسا ۱۰ تجربوي وسایل یې له ځان سره سپوږمۍ ته یووړل. ناسا سپوږمۍ ته د دې وسایلو د وړلو لپاره ۹۷ میلیونه یورو ورکړي، او پر علمي او تخنیکي وسایلو یې ۴۲ میلیون یورو لګولي دي.
او دلته په ځمکه، ملا سپږن آخوند حفظه الله تعالی د شرررریت په اساس د استنجا نوې طريقه اختراع کړه او د لوټي فضايل بیان کړل…
راشی زمونږه د دین ټیکه داران ووینی چی نغواړی ښځی یی یوه زنانه ډاکټره معاینه کړی. د طالب مشرانو خویونه او خصلت ماته د اسلام دوری نه هاخوا جهالت را یادوی چی هغوی به نجونی ژوندی تر خاورو لاندی خشولی. نن سبا پر ټوله دنیا دومره جاهله، بی عقله، غریب او متکبره قوم نشته. بالخصوص د حوزی جنوب غرب پښتانه چی ښخی او خویندی یی د سپین بولدک په لار پاکستان ته د معاینی لپاره ځی ـ