پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره خبرې بیا هم بې نتیجې پای...

د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره خبرې بیا هم بې نتیجې پای ته ورسیدې

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) پاکستاني رسنیو نن (یکشنبې) راپور ورکړ چې د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ د تورخم دروازې د بیا پرانستلو په باب خبرې بې‌نتیجې پای ته ورسیدې.

دا بندر، چې د خیبرپښتونخوا او ننګرهار ترمنځ مهمه تجارتي او ترانزیټي لاره ده، د فبرورۍ له ۲۲مې نېټې راهیسې بنده ده. د بندیدو دلیل یې د امنیتي پوستو او د سرحدي تاسیساتو د جوړولو پر سر اختلاف ښودل شوی دی.

د پاکستان-افغانستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې غړي، ضیاء الحق سرحدي، وویل چې شاوخوا ۵,۰۰۰ باروړونکي موټرونه، چې پکې د خوراکي توکو ټرکونه هم شامل دي، د تورخم دواړو غاړو ته بند پاتې دي. همداراز د دواړو خواوو سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو مالي زیان اوښتی دی.

د تورخم کمیشنر مولوي عبدالجبار حکمت، د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې له خبرو اترو سره سره، کومه هوکړه ونه شوه. نوموړي زیاته کړه چې دا مسله اوس اسلام‌آباد او کابل ته د جګپوړو چارواکو پرېکړې ته سپارل شوې.

د طالبانو پلاوی، چې مشري یې د ننګرهار مرستیال والي، عزیزالله مصطفی کوله، او پکې د بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو استازي شامل وو، دا وړاندیز وکړ چې:

  • تورخم دروازه دې ۲۴ ساعته پرانیستې وساتل شي
  • په راتلونکي کې دې د دې دروازې د بندیدو مخنیوی وشي
  • ناروغان او عام مسافر دې پرته له محدودیت څخه اوښتی شي

حکمت ټینګار وکړ چې د تورخم بندېدا، هم سوداګرۍ ته او هم مسافرو ته زیان رسوي، او غوښتنه یې وکړه چې سیاسي اختلافات دې له اقتصادي مسایلو جلا وساتل شي.

طالبانو افغانانو ته مشوره ورکړې چې تر بلې خبرتیا پورې تورخم ته سفر ونه کړي. بل لور ته، پاکستاني چارواکو تر اوسه د خبرو د تازه پړاو په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

دا په تیرو څه باندې لسو ورخو کې، چې پاکستان دتورخم دروازه بنده کړې، د دواړو خواوو د خبرو دوهم پړاو دی. له دې وړاندې، د فبروري په ۲۴مه نېټه هم د دواړو خبرو نتیجه نه وه ورکړې.

سرچینې؛ د تورخم دروازې د پرانیستو هوکړه شوې، نن به پرانیستل شي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...